د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانانو د معلوماتو افشا کیدو له کبله د بریتانیې دفاع وزارت جریمه شو


د معلوماتو د څار یوې ادارې چارشنبه ډسمبر ۱۳ (لیندۍ۲۲) اعلان وکړ چې د بریتانیې د دفاع وزارت ۳۵۰ زره بریتانوي پونډه لدې کبله جریمه شوی چې د هغو افغانانو معلومات ترې افشا شوي چې غوښتل یې په افغانستان کې د طالبانو څخه وتښتي.

د بریتانیې د معلوماتو کمیشنر جان ایډوارډز د معلوماتو افشا کیدو پدې پیښې خفګان ښودلی او ویلي چې د دې پیښې له کبله هغه کسان "ناهیلي شوي چې مونږ یې پوروړي یو".

د دې سهوې له کبله د سلګونو کسانو د برښنا لیک (ایمیل آدرسونه) چې یو شمیر هغه افغان ژباړونکي هم پکې و چې بریتانیې کې د میشت کیدو لپاره په شرایطو برابر و، د دې پر ځای چې په کاپي کې ونیول شي، د برښنا لیک په هغې برخې کې لیکل شوي و چې "اصلي مخاطب" پکې لیکل کیږي.


دا موضوع د لومړي ځل لپاره د ۲۰۲۱ کال سپټمبر په میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو واک ته رسیدو څخه یوه میاشت وروسته څرګنده شوه.

د بریتانیې د هغه وخت وزیر بین والیس د دې پیښې له کبله بښنه غوښتې او دا یې هم ویلي چې د دې غلطۍ له کبله د دفاع وزارت د یو چارواکي دنده ځنډول شوې.

دا لومړی ځل ندی چې د افغانستان لپاره د بریتانیې د تخلیې په پروګرام انتقادونه کیږي بلکه د دې هیواد د پارلمان غړي حکومت پدې هم تورنوي چې د دې پروګرام "په پلان جوړونې، رهبرۍ او چمتوالي کې سیستماتیکې ناکامۍ" شویدي.


سلګونه افغانان چې په بریتانیې کې د میشت کیدو لپاره په شرایطو برابر و، په افغانستان کې پاتې شول چې ډیر د خطر سره مخ افغانان هم پکې و ځکه چې د بریتانیې د سفارت د مامورینو او هغوي چې غوښتل یې پدې سفارت کې دندي واخلي، جزیات یې په سفارت کې پاتې و.

ښاغلي ایډوارډ پخپل حکم کې ویلي چې په سیمه کې "ډیر سخت شرایط" او په بیړه پریکړه کول باید ددې پلمې نشي چې شخصي معلومات نشي خوندي کیدلی.
د بریتانیې دې چارواکي ویلي چې د دې پیښې له کبله زیانمن شوي داسې کسان و چې د جدي خطر او غچ اخیستو له ګواښ سره مخ و.

هغه ویلي، " کله چې د خلکو ژوندانه ته خطر او زیان رسیدنه لوړیږي، باید ځواب وینه هم لوړه شي".


د معلوماتو له مخې د ۲۴۵ کسانو معلومات په سهوې سره افشا شوي و چې ۵۵ داسې هم و چې په برښنا لیکونو کې یې خپل انځورونه هم لګولي و.

د کمیشنرۍ په اعلامیې کې راغلي، " که افشا شوي معلومات د طالبانو لاسته ورغلي وی، ښایي د ژوندانه د خطر سبب شوی وی".

وروسته دې کسانو ته لارښوونه شوې وه چې لیږل شوی ایمیل پاک کړي، خپل ایمیل آدرسونه بدل کړي او خپل معلومات د بیا میشت کیدو مسؤلینو سره په یوې بلې خوندي طریقي شریک کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG