د بریتانیا د دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ جون ۲۸ (چنګاښ۷) په پارلمان کې په خبرو کې د هغو پوځي محرمو اسنادو د ورکېدو له کبله بخښنه وغوښته چې په کې د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې د بریتانیا د احتمالي پوځي حضور په اړه معلومات وو.
د وزارت د تدارکاتو د څانګې معین جیرمي کوین د اسنادو د ورکېدو پړه د خپل وزارت په یو لوړ پوړي مقام واچوله او وویل چې حکومت له دې کبله «ژور خواشېنی» دی.
یو عادي کس د انګلنډ «کینټ» په سیمه کې د موټرو په یو تمځای کې دا سند موندلی و.
په دغه سند کې په خاصو ساحو کې د امریکا له لورې د بریتانیا څخه د مرستې غوښتنه شوې او دې پوښتنې ته ځواب ویل شوی چې آیا د بریتانیا ځانګړي ځواکونه د افغانستان څخه د ناټو له وتلو وروسته په دغه هېواد کې پاته کیدای شي او که نه.
د سند د ورکیدو خبر پداس وخت کې راغلی چې بریتانیا په افغانستان کې د ځپلو ځواکونو د یوې برخې پاته کیدل ارزوي.
په دغه سند کې همدغه راز په تورې بحیرې کې په کریمیا کې د اوکراین له اوبو څخه د بریتانیا د شاهي بحري ځواکونو جنګي بېړیو ته د روسیې په احتمالي غبرګون هم بحث شوی دی.
روسیې تېره اوونۍ اعلان وکړ چې په هغه «ویجاړوونکي (بېړۍ) » یې د خبرداري ډزې کړې چې د اوبو د قلمرو حدود یې مات کړي وو، دغه کار د مسکو او لندن ترمنځ دپلوماتیکې اړیکې نورې هم خرابې کړې.
خو بریتانیا وايي چې دوی د نړیوالو قوانینو مطابق په اوبو کې تېر شوي دي.
کوین وویل چې دا سند اوس بېرته وزارت ته سپارل شوی او د افرادو لاسرسی ځنډول شوی، محدود شوی او په اړه یې تحقیقات پیل شوي دي.
د بریتانیا وزارت یو مامور راپور ورکړی و چې دا اسناد ورک شوي دي، خو کوین وویل:« زه نغواړم د تحقیقاتو په اړه وړاندوینه وکړم، خو داسې ښکاري چې دغه کس تېروتنه کړې وه.»