د لاس رسي وړ اتصالات

بریتانیا د بریتانوي رسنیو افغان کارکوونکو ته پناه ورکوي 


بریتانوي چارواکي وايي د رسنیو کارکوونکي د طالبانو له مرګوني ګواښ سره مخامخ دي
بریتانوي چارواکي وايي د رسنیو کارکوونکي د طالبانو له مرګوني ګواښ سره مخامخ دي

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی دی هغو افغان کارکوونکو ته پناه ورکوي چې له بریتانوي رسنیو سره یې کار کړی او اوس د طالبانو له مرګوني ګواښ سره مخامخ دي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر دومینک راب د جمعې په ورځ اګست ۶ (زمری۱۵)‌ وویل: «موږ د افغان خبریالانو زړورتیا او هغو کسانو ته چې د رسنیو د ازادۍ او بشري حقونو څخه د ملاتړ په برخو کې نه ستړي کېدونکې هلې ځلې کړې، درناوی کوو.»

تېره ورځ یو شمېر مطرحو بریتانوي رسنیو له حکومت څخه وغوښتل چې افغانانو ته د ویزې ورکولو پروګرام لوی کړي او هغو کسانو ته چې له بریتانوي رسنیو سره کار کړی، پناه ورکړي.

دغو شاوخوا ۲۰ رسنیو حکومت ته په یو لیک کې ویلي چې دا خبریالان باید په بریتانیا کې مېشت کړل شي او دا چې هغوی له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د طالبانو له غچ اخیستونکو بریدونو سره مخامخ دي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر راب ویلي دي‌ چې د افغان همکارانو د مېشت کولو طرحه به په استثنايي چارو کې شامل کړل شي. هغه ویلي دي چې د رسنیو دا غوښتنه په افغانستان کې د بریتانوي رسنیو د افغان همکارانو ژوند ته د طالبانو له لوري ورپېښ خطر څرګندوي.

له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته طالبانو خپلو بریدونو ته زور ورکړی او یو شمېر ولسوالۍ او سیمې یې نیولې دي.

د بریتانیا له حکومت څخه داسې مهال د رسنیو د افغان کارکوونکو ته د پناه غوښتنه شوې ده چې یو شمېر بریتانوي پوځي مشرانو په خپل حکومت د انتقادونو تر څنګ غوښتي چې د بریتانوي عسکرو افغان ترجمانانو، همکارانو او کورنیو ته ویزې ورکړې.

تر دې مخکې یو شمېر امریکایي رسنیو هم له ولسمشر جوبایډن څخه غوښتي وو چې هغو خبریالانو ته د مهاجرت ویزې ورکړې چې له امریکایي رسنیو سره یې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG