د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا سفارت: طالبان په ټولنیزو رسنیو کې افغانان رټي او تهدیدوي 


د امریکا سفارت وايي چې طالبان په ټولنیزو رسنیو کې افغانان ګواښي
د امریکا سفارت وايي چې طالبان په ټولنیزو رسنیو کې افغانان ګواښي

په افغانستان کې د امریکا د متحدو ایالتونو د سفارت مرستیال په ټولنیزو رسنیو کې افغانانو ته د طالبانو د سپکوونکو خبرو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د سفارت مرستیال جان مک کري وايي طالبان په ټولنیزو رسنیو کې د افغانانو د ګواښولو او تهدېدولو لپاره له نفرته ډکې خبرې کوي.

د امریکا شارژدافیر راس ویلسن د شنبې په ورځ جون ۳ (چنګاښ ۱۲) په خپل ټویټر کې د ښاغلي مکري څرګندونې خپرې کړې دي.

ښاغلي ویلسن ویلي‌ دي: «طالبان په ټولنیزو رسنیو کې د افغانانو د ګواښولو او پر هغوی د برید لپاره له خشونت ډک پروپاګند او کرکجنې خبرې کوي.»

ښاغلي مکري ویلي دي چې تاوتریخوالی او «ترهه» سوله نشي راوستلې. ښاغلي ویلسن په خپل ټویټ کې «افغانان د شفافیت لایق دي» هشټګ هم کارولی دی.

د طالبانو غړي او پلویان یې په فیسبوک، ټویټر، یوټیوب او ټولنیزو رسنیو په نورو شبکو کې فعال دي. تېره ورځ د امریکا سفارت د طالبانو تر کنترول لاندې سیمو کې د ځینو رسنیو د بندولو په اړه هم اندېښنه ښودلې ده.

د امریکا سفارت د جمعې په ورځ جولای ۲ (چنګاښ۱۱) په یوې اعلامیې کې د ښاغلي مکري له خولې لیکلي دي: «هغو راپورونو خواشینی کړم چې وايي طالبان په هغو ولسوالیو چې بریدونه پرې کوي، رسنۍ بندوي او هڅه کوي د مطبوعاتو په بندولو سره خپل خشونت پټ کړي. داسې ښکاري چې هغوی (طالبان) د رسنیو په غلي کولو سره غواړي چې عمومي تاسیساتو ورانول، لوټول او د ولسي او پوځي افغانانو وژل پټ کړي.»

وسله والو طالبانو لا د امریکا سفارت د دغو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

تېرکال د بشري حقونو د څار سازمان په جون کې په خپل راپور کې ویلي وو چې د طالبانو تر کنترول او نفوذ لاندې سیمو کې نجونو ته د تعلیم اجازه نشته او خلک د بیان او خبرو ازادي هم نلري.

د اسیا لپاره د بشري حقونو د څار مشرې پترېشا ګاسمن په دغه راپور کې ویلي وو: "طالبان تر خپل کنترول لاندې ځینو سیمو کې بیا خپل سخت قوانین پلي کوي او د خلکو لپاره ډېره سخته او خطرناکه ده چې د هغوی د کړو وړو په اړه غږ اوچت کړي. طالبان هڅه کوي چې د ویرې او ترهې له لارې واکمني وکړي، هغوی تر خپل کنترول لاندې سیمو کې د خلکو په وړاندې ځانونه مسول نه ګڼي."

راپور کې ویل شوي وو چې د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې د بشري حقونو څخه سرغړونو په آینده کې د سولې هر ډول تړون ته د طالبانو د ژمنتیا په اړه اندېښنې پیدا کړي.

XS
SM
MD
LG