د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا سفارت: طالبان د رسنیو د بندولو هڅه کوي چې خشونت یې پټ شي 


د بشري حقونو د څار ډلې هم اندېښنه ښودلې وه چې د طالبانو تر کنترول لاندې سیمو کې ازادي نشته
د بشري حقونو د څار ډلې هم اندېښنه ښودلې وه چې د طالبانو تر کنترول لاندې سیمو کې ازادي نشته

په کابل کې د امریکا سفارت د طالبانو له لوري د هغو تر کنترول لاندې سیمو کې د ځینو رسنیو د بندولو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د امریکا سفارت د جمعې په ورځ جولاۍ ۲ (چنګاښ۱۱) په یوې اعلامیې کې د سفارت د مرستیال جان مک کري له خوله ویل شوي: «هغو راپورونو خواشینی کړم چې وايي طالبان په هغو ولسوالیو کې چې بریدونه پرې کوي، رسنۍ بندوي او هڅه کوي د مطبوعاتو په بندولو سره خپل تاوتریخوالی پټ کړي.»

د امریکا شارژدافیر د سفارت د مرستیال جان مک کري خبرې په خپل ټویټر کې خپرې کړي دي. ښاغلي مکري ویلي دي: «داسې ښکاري چې هغوی (طالبان) د رسنیو په غلي کولو سره غواړي چې عمومي تاسیساتو ورانول، لوټول او د ولسي او پوځي افغانانو وژل پټ کړي.»


د امریکا سفارت په اعلامیې کې د تاوتریخوالي د ختمولو او د افغانانو بشري حقونو ته د درناوي په پار په قطر کې د سولې د جدي خبرو د پیلولو غوښتنه شوې ده چې په افغانستان کې دوامداره سوله راشي.

د امریکا سفارت تر دې مخکې هم ویلي وو چې طالبانو په هغو سیمو کې چې نیولي یې دي، عامه تاسیسات او حکومتي‌ ودانۍ ړنګوي او خلک بندیانوي.

د امریکا سفارت داسې مهال د طالبانو تر کنترول لاندې یو شمېر سیمو کې د رسنیو د بندولو په اړه اندېښنه ښودلې ده چې طالبانو په دې وروستیو اونیو کې د لسګونو ولسوالیو د نیولو ادعا کړې ده، خو افغان حکومت وايي‌ چې دوی له یو شمېر ولسوالیو څخه تاکتیکي شا تګ کړی دی.

د طالبانو تر کنترول لاندې سیمو کې ژوند

تېرکال د بشري حقونو د څار سازمانپه جون میاشت کې په خپل خپور شوي راپور کې وویل چې طالبانو په افغانستان کې د خپل کنترول او اغیز لاندې سیمو کې په خلکو سخت محدودیتونه او بندیزونه لګولي دي.

دا سازمان ویلي وو سره له دې چې طالبان ادعا کوي چې په خپلو کړو وړو کې یې ډېر تغیرات او اصلاحات راوستي، خو بیا هم تر کنترول لاندې ځینو سیمو کې نجونو ته د تعلیم اجازه نشته او خلک د بیان او خبرو ازادي هم نلري.

راپور په ۶۹مخونو کې خپور شوی او عنوان یې وو: "د شکایت هېڅ حق نلرئ،" د طالبانو تر کنترول لاندې افغانستان کې تعلیم، ټولنیز محدودیتونه او عدالت."

دا راپور د ۲۰۱۹د جنورۍ د میاشتې راهېسې د ۱۳۸کسانو سره د مرکو او مخامخ خبرو په اساس لیکل شوی دی.‌ دغه سازمان وايي چې په هلمند، کندز او وردګ ولایتونو کې یې د طالبانو له مشرانو، قومندانانو، جنګیالیو، د هغوی تر کنترول لاندې سیمو کې یې له ښوونکو، ډاکټرانو، قومي مشرانو، زده کوونکو او نورو اوسېدونکو سره خبرې او مرکې کړي دي.

د اسیا لپاره د بشري حقونو د څار مشره پترېشا ګاسمن په دغه راپور کې ویلي وو: "طالبان تر خپل کنترول لاندې ځینو سیمو کې بیا خپل سخت قوانین پلي کوي او د خلکو لپاره ډېره سخته او خطرناکه ده چې د هغوی د کړو وړو په اړه غږ اوچت کړي. طالبان هڅه کوي چې د ویرې او ترهې له لارې واکمني وکړي، هغوی تر خپل کنترول لاندې سیمو کې د خلکو په وړاندې ځانونه مسول نه ګڼي (حساب او کتاب نه ورکوي)."

راپور په هغو ولسوالیو کې چې د طالبانو تر کنترول لاندې دي د خلکو ورځني ژوند په اړه لیکل شوی او ډېر تمرکز یې په تعلیم باندې د لګول شویو محدودیتونو، معلوماتو او رسنیو ته د لاسرسي او ازاد تګ راتګ په اړه دی. وايي د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې د بشري حقونو څخه سرغړونو په آینده کې د سولې هر ډول تړون ته د طالبانو د ژمنتیا په اړه اندېښنې پیدا کړي.

XS
SM
MD
LG