د لاس رسي وړ اتصالات

بخښنې نړیوال سازمان: افغانستان کې د بریتانوي ځواکونو د جنګي جرمونو تورونه دې وپلټل شي


د بریتانوي ځانګړو ځواکونو له خوا افغانستان کې د ملکي افغانانو د وژنې او ربړونې په اړه د بي بي سي د راپور د خپریدو وروسته، د بخښنې نړیوال سازمان د دغو تورونو د پلټنې غوښتنه کړې ده.

د بي بي سي تازه موندنې ښيي چې د بریتانیې ځانګړو هوايي ځواکونو (SAS) لږ تر لږه ۵۴ ملکي افغانان د شپنیو عملیاتو پر مهال په ناڅرګند وضعیت کې وژلي دي او د دغو ځواکونو قومندانانو د دغه 'جنایت ' په اړه د راپور د ورکولو څخه ډډه کړې ده.

د بخښنې د نړیوال سازمان د جنوبي اسیا د برخې یو پلټونکي زمان سلطاني د بي بي سي د راپور په اړه چې د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ میلادي کلونو په موده کې د بریتانوي ځانګړو ځواکونو له خوا په پرله پسې ډول په ناڅرګند وضعیت کې د ملکي افغانانو د وژلو په هکله خپور کړی، ویلي " د بخښنې نړیوال سازمان په افغانستان کې پر برتانوي ځانګړو ځواکونو د لګیدلو تورونو په موثر او شفاف ډول د پلټنې غوښته کوي چې د قربانیانولپاره عدالت تامین شي او مرتکبین عدالت ته راکش شي".

د بخښنې نړیوال سازمان د بي بي سي موندنې وحشتناکه بللي او ویلي یې دي چې دا راپور په څرګنده د مجازاتو څخه د معافیت او په افغانستان کې د برتانوي سرتیرو له خوا د شوو جنایتونو په برخه کې د ځواب نه ویل ښيي.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې د بي بي سي راپور، د نیولو وروسته د عمدي وژنو په ګډون په غیرقانوني ډول د ملکي وګړو د وژنو او د وژنو د توجیه لپاره د اسنادو جعل څرګندوي چې احتمالآ جنګي جرمونو ته اشاره کوي.

د بخښنې نړیوال سازمان ټینګار کړی " بریتانیا موظفه ده چې په عاجل ډول پر خپلو ځانګړو ځواکونو د لګیدلو تورونو د سپیناوي لپاره پلټنې پیل کړي او هر بریتانوي وګړی چې په فردي ډول پرې د جنایاتو شک کیږي باید د بریتانیا په محاکمو کې عدالت ته وسپارل شي". دغه سازمان ویلي که بریتانیا د خپلو ځواکونو په اړه پلټنو ته لیوالتیا نلري نو د جرمونو نړیواله محکمه (ICC) باید دا پلټنې وکړي.

په ورته وخت کې د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې د جرمونو نړیوالې محکمې افغانستان کې پلټنې پیل کړي دي. بخښنې نړیوال سازمان له دغې نړیوالې محکمې څخه غوښتي چې په جګړه کې پر ټولو ښکېلو خواوو باندې د جنګي جنایت د تورونو په اړه پلټنې وکړي.

د بریتانیا د قوانینو له مخې چې د دغه هیواد پر ځواکونو هم د تطبیق وړ دي، که چیرې یو پوځي قومندان د خپلو سرتیرو د احتمالي جنګي جنایاتو څخه اطلاع ترلاسه کړي اوپه اړه یې پوځي پولیسو ته خبر ورنکړي، د قومندان دا عمل جرم ګڼل کیږي.

د بریتانیې د ځواکونو عمومي قومندان جنرال کارلتن چې په دې وروستیو کې تقاعد شوی په دې اړه له څرګندونو ډډه کړې ده.

د بریتانیا د دفاع وزارت ویلي چې په تیرو پلټنو کې افغانستان کې د بریتانوي ځواکونو د ناسمو کړنو په اړه لازم شواهد نه وو ترلاسه کړي.

XS
SM
MD
LG