د لاس رسي وړ اتصالات

لیز تراس رسمآ د بریتانیا صدراعظمه شوه 


د بریتانیا نوې صدراعظمه

د بریتانیا د محافظه کاره ګوند غړې لیز تراس نن سه شنبه سپتمبر شپږمه (وږې ۱۵) رسمآ د دغه هېواد صدراعظمه وټاکل شوه.

مخکني صدراعظم بوریس جانسن استعفا وکړه او لیز تراس د ملکي الیزابیت په موجودیت کې نوې دنده پیل کړه.

د بریتانیا د بهرنیو چارو دغه پخوانۍ ۴۷ کلنه وزیره د شاهي کورنۍ د غړو سره د روغبړ په حال کې لیدل کېږي‌ چې د نوي حکومت د جوړولو وړاندیز مني.

د فرانسې خبري‌ اژانس وايي چې دا تشریفاتي مراسم د سکاتلنډ په لوړو کې د «بالمورا» په لېرې پرتې سیمه کې ترسره شول،‌ ځکه چې ۹۶ کلنه ملکه د صحي ستونزو له کبله لندن ستنه شوې نه ده.

د بنکینګهم ماڼۍ په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې ملکې الیزابیت «صدراعظمه تراس د حاضرینو په منځ کې خپل حضور ته ومنله او له هغې څخه یې وغوښتل چې یو نوی حکومت جوړ کړي». اعلامیه وايي‌ چې میرمن تراس د ملکې وړاندیز ومانه.

تېرځل په ۱۸۸۵ کال کې چې په بالمورال کې د واک د انتقال مراسم ترسره کېدل، ملکه ویکتوریا په تخت ناسته وه. معمول دا دی چې د بریتانیا نوی صدراعظم او تلونکی صدراعظم په لندن کې د بکینګهم په ماڼۍ له ملکې سره ګوري.

لیز تراس داسې مهال نوې صدراعظمه کېږي چې هېواد یې په تېرو څو لسیزو کې تر ټولو له یو بد اقتصادي‌ حالت سره مخامخ دی او د ګازو او تیلو قیمتونه هم اسمان ته ختلي دي. نوموړې د مالي ودې لپاره د مالیاتو د کمولو ژمنه کړې ده.

بریتانوي رسنۍ وايي چې میرمن تراس به د تر فشار لاندې تجارتونو او کورنیو د انرژۍ بیلونه ګنګل کوي چې شاوخوا ۱۱۶ میلیارد ډالر کېږي.

مخکنی صدراعظم بوریس جانسن له هغه وروسته استعفا وکړه چې د کروناویروس اعلان شوي محدودیتونه او بندیزونه یې له پامه غورځولي او د ګوند د یو شمېر غړو په ګډون یې مخالفو سیاستوال ویل چې په هغه نور باور نشي کولای.

XS
SM
MD
LG