د لاس رسي وړ اتصالات

د بریتانیا پولیسو یو کس د دوو مسلمانانو د سوځولو په تور نیولی


د ختیځ لندن جومات
د ختیځ لندن جومات

د بریتانیا پولیسو یو ۲۸ کلن سړی په دې تور نیولی چې دوو سپین ږیرو کسانو ته یې، چې تازه له جومات څخه وتلي وو، اور اچولی دی.

پولیسو د تورن کس نوم محمد ابکر ښودلی او د مرکزي انګلنډ د برمینګم اوسېدونکی دی.

پر ابکر تور دی چې د دوشنبې په ورځ مارچ ۲۰ (کب ۲۹) په برمینګم کې او د فبروري په ۲۷ په لویدیځ لندن کې، په دوو جلا پیښو کې، پر دغو کسانو لومړی تیل شیندلي او بیا یې اور وراچولی دی.

په لندن کې د پیښې د ۸۲ کلن قرباني مخ او لاسونه سخت سوځېدلي او تر درملنې لاندې دی.

د پولیسو د معلوماتو له مخې، برید کوونکي لومړی د پیښې له قرباني سره خبرې کړي او بیا یې ورباندې د پیترولو له شیندلو وروسته سوځولی دی.

د دوشنبې په ماښام د برمینګم په برید کې، ۷۰ کلن محمد ریاض ته په داسې حال کې اور اچول شوی چې نوموړی د ادباسټن سیمې په جومات کې د لمانځه له ادا کولو وروسته کور ته روان و.

محمد ریاض پدې پېښه کې سخت ټپي شوی او په روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

پولیسو له عامو خلکو غوښتي چې په دې اړه څېړنو کې ورسره مرسته وکړي او د امنیتي کامرو ویدیوګانې او نور اړوند معلومات ورسره شریک کړي.

XS
SM
MD
LG