د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان کړکېچ پای ته رسېدو لپاره تاوتریخوالی باید بند شي ـ برتانیا


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

بریتانیا وايي افغانستان له وسله والو طالبانو سره د روغې جوړې له لارې د روان کړکېچ د پای ته رسولو لپاره تاریخي فرصت لري.

په کابل کې د یاد هیواد له سفارت څخه نن سه شنبه سپټمبر ۱(وږې۱۱) په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې یاد فرصت ته د رسېدو لپاره باید تاوتریخوالی او هدفي وژنې بندې شي.

اعلامیه زیاتوي: "افغانستان یو تاریخي فرصت لري چې تر څو له طالبانو سره د جوړ جاړي له لارې روانې شخړې ته د پای ټکی کیږدي، دې فرصت ته د رسېدو په موخه تاوتریخوالی او هدفي وژنې هرو مرو باید پای ته ورسیږي او ټولې خواوې باید بې له کومه ځنډه بین الافغاني خبرو اترو د پيل سره د موافقې له لارې شخړو هوارولو او سولې ته د رسېدو لپاره خپله ژمنتیا وښيي."

د بریتانیا سفارت په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې د تاوتریخوالي او هدفي بریدونو زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده او هغه یې غندلي دي.

یاد سفارت د افغانستان د خلکو، مشرانو، امنیتي ځواکونو، مدني ټولنو مشرانو زړورتیا ستایلې چې په وینا یې سولې ته د رسېدو په موخه د جمهوریت د ارزښتونو د دفاع لپاره له ګواښونو سره مخام دي.

بریتانیا ویلي چې له ترهګرۍ سره د مبارزې او سولې ته د رسېدو لپاره به د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړه وي.

یاد هیواد پر داسې مهال په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې چې نن په پکتیا کې د طالبانو موټر بم برید درې سرتېري ووژل او پنځه نور یې ټپیان کړل.

بلخوا د افغانستان دفاع وزارت هم کندهار او فاریاب کې د لسګونو وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

په هدفي وژنو کې تر ټولو وروستۍ یې د تېرې یکشنبې په ماښام د کابل په پنځمه امنیتي حوزه کې په مشرانو جرګه کې د زابل ولایت د پخواني سناتور محمد حسن هوتک ترور و.

د کابل د امنیې قوماندانۍ په وینا نوموړی خپل کور ته نژدې د وسله والو په برید کې وژل شوی دی.

XS
SM
MD
LG