د لاس رسي وړ اتصالات

بریتانیا افغانانو ته د پناه غوښتنې طریقه اسانوي


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

بریتانیا د افغانستان په ګډون د څلورو هېوادونو د وګړو لپاره د پناه غوښتنې قضیې اسانه کوي او دا بهیر چټکوي. دا په داسې حال کې ده چې څه باندې ۱۶۰زره غوښتنلیکونه پرېکړو ته منتظر دي.

د بریتانیا د حکومت تازه معلومات، چې نن پنجشنبه فبروري ۲۳ (کب څلورمه) خپاره شول، ښيي چې د تېرو کلونو غوښتنلیکونه خورا زیات دي او پرېکړو ته انتظار باسي.

د بریتانیا د ډیلي میل ورځپاڼې د راپور په اساس د افغانستان، اریتریا، لیبیا، یمن او سوریې شاوخوا ۱۲۰۰۰ پناه غوښتونکو ته به د مخامخ خبرو او مرکو په ځای د لسو مخونو پوښتنې واستول شي چې ځواب یې کړي.

راپور وايي په دې کې به یو شمېر هغه پناه غوښتونکي هم شامل دي چې د تېرکال د جون له میاشتې مخکې په کښتیو بریتانیا ته رسېدلي دي.

په دغو هېوادونو کې وضعیت ښه نه دی او وګړي یې په همدې اساس په لویدیځو هېوادونو کې منل کېږي او د نورو په پرتله د دغو هېوادونو د پناه غوښتونکو د منل کېدو کچه ۹۰ زیاته ده.

د ۲۰۲۲ د ډسمبر له ۳۱ نېټه څخه راپدیخوا ۱۶۰۹۱۹ غوښتلیکونه ټول شوي او پرېکړو ته انتظار کوي او ۱۰۹۶۴۱ نور پناه غوښتونکي له شپږو میاشتو راهېسې د خپلو قضیو په اړه پرېکړو ته سترګې په لار دي.

د بریتانیا صدر اعظم ریشي سوناک ژمنه کړې ده چې د روان کال تر پایه به دا غوښتنلیکونه ختموي او د کښتو او اوبو له لارې به بریتانیا ته د کډوالو د راتګ مخه نیسي.

تېرکال څه باندې ۴۵۰۰۰ پناه غوښتونکي د اوبو له لارې بریتانیا ته اوښتي دي.

د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته میلیونونه افغانان له هغه هېواد څخه ووتل چې یو شمېر یې لویدیځو هېوادونو ته یا رسېدلي او یا د تللو هوډ لري.

XS
SM
MD
LG