د لاس رسي وړ اتصالات

افغان خبریالانو تر یوې اندازې د بریتانیا د حکومت په ضد قضیه ګټلې 


د بي بي سي لوګو
د بي بي سي لوګو

د هغو اتو افغان خبریالانو مدافع وکیل وايي چې موکلینو یې تر یوې اندازې پورې د بریتانیا د حکومت په ضد حقوقي قضیه ګټلې ده چې باید بریتانیا ته راوستل شي.

دغو خبریالانو په افغانستان کې له بي بي سي او نورو بریتانوي مطبوعاتي ادارو سره کار کړی و چې د جمهوریت له سقوط وروسته له افغانستان څخه ونه اېستل شول.

د دوی مدافع وکیل ادم ستراو د دوشنبې په ورځ فبروري ۱۳ (سلواغه۲۴) رویټرز اژانس ته ویلي‌ دي چې د بریتانیا حکومت باید له هغوی څخه مننه کړې وای او اېستلې وای، وايي حکومت د مننې نه کولو په برخه کې یې «خیانت کړی» دی.

د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې طالبانو افغانستان ونیوه او دا خبریالان اندېښنه لري چې واکمن طالبان به یې ووژني.

د حکومت قانونپوهانو وویل چې د افغانانو د مېشت کولو لپاره د جوړې شوې تګلارې په اساس دا اته خبریالان د دې مستحق نه بلل کېدل چې له افغانستان څخه واېستل شي.

قاضي پېټر لین په یو لیکل شوي حکم کې ویلي‌ دي چې د بریتانیا حکومت دا تصمیم د یوې تېروتنې په اساس نیول شوی دی. قاضي ویلي‌ دي چې حکومت دې قضیې ته له دې پلوه کتلي چې له بي بي سي سره کار کول د حکومت سره کار کول بلل کېدای شي. خو وايي چې دغو خبریالانو د یوې حکومتې ادارې سره او‌ یا له هغوی سره په نژدې همکارۍ کار کړی دی.

قاضي ویلي دي د دې په ځای چې دا په پام کې نیول شوی وايي چې دغو خبریالانو د حکومت له یوې څانګې سره، چې خپله یې حمایت کوي، کار کړی او یا نژدې همکاري لرله، حکومت دې قضیې ته له دې پلوه کتلي چې له بي بي سي سره کار کول د حکومت سره کار کول بلل کېدای شي که نه.

دا خبریالان وايي چې د بریتانیا حکومت هغوی ته په دې اړه کافي معلومات نه دي ورکړي چې ولې له افغانستان څخه د اېستلو لپاره مستحق نه بلل کېږي.

د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته د لسګونه زرو نورو افغانانو د وتلو تر څنګ د بي بي سي او نورو بریتانوي ادارو سلګونه خبریالانو او کارکوونکي هم له افغانستان څخه واېستل شول او په بریتانیا کې ځای په ځای کړل شول.

د دغو خبریالانو نومونه افشا شوي نه دي‌.

XS
SM
MD
LG