د لاس رسي وړ اتصالات

بریتانیا غواړي پر فیسبوک سخت مقررات ولگوي


د غلطواو ناسمو خبرونو په مخنیوي کې د فیسبوک په "پاتې راتلو" باندې د بریتانیا د پارلمان د سختو انتقادونو وروسته د فیسبوک ټولنیزې شبکې د دوشنبې په ورځ (فبرورۍ ١٨) ویلي چې د ځینو پرځای مقرراتو د لګولو هرکلی کوي.

د بریتانیا د پارلمان یوې کمیټې د فسیبوک ټولنیزه شبکه په عمدي توگه د بریتانیا د قوانینو په ماتولو محکوم کړی او ددې شرکت چلونکي یې "ډیجیټل گانگستران"(ډيجیټلي بدمعاشان) بللي دي.

د بریتانیا پارلمان غواړي چې د تکنالوژۍ پر سترو شرکتونو اجباري اخلاقي مکلفیتونه وضع شي او په ټولنیزو شبکو کې د درواغو خبرونو د خپریدو او پراخولو او همداشان ددې شبکو د کارونکو له اطلاعاتو نه د ناوړه استفادې مخه ونیول شي. د فیسبوک شرکت د عامه پالیسۍ مدیر کریم پلانت، ویلي چې دغه شبکه د معنی لرونکو او پرځای مقرراتو هرکلی کوي.

د بریتانیا د پارلمان د ډیجیټل، فرهنگ، رسنیو او ورزش کمیټې رپوټ د فیسبوک په گډون په ټولنیزو شبکو کې د درواغ خبرونو د خپریدو او پراخیدو په هکله د یونیم کلنو پلټنو نتیجه ده.

پدې رپوټ کې راغلي چې فیسبوک ناکام شوی چې د نړۍ په انتخاباتي بهیرونو کې ددغه ټولنیزې شبکې له لارې د روسیې د مداخلې او لاسوهنو په مخنیوي کې ناکام شویدی.

د فیسبوک چلوونکو ویلي چې دغه ټولنیزه شبکه نور هغه شرکت ندی چې یو کال دمخه و او د هغوی په وینا ددې شبکې په کاري بهیر کې بنسټیز بدلونونه راغلي دي.

XS
SM
MD
LG