د لاس رسي وړ اتصالات

په فیسبوک کې مو لیکنې، ستاسو رواني روغتیا ښیي


په فیسبوک کې لیکنې او هغه کلیمات چې په کې کارول کیږي کیدای شي له ډاکترانو سره پدې کې مرسته وکړي چې آیا یو شخص په پریشانۍ اخته دی او که نه.

پدې هکله یوه نوې څیړنه د امریکا د متحده ایالاتو د علومو د ملي اکاډمۍ د انجمن په ویبپاڼه کې خپره شوې ده، خو ددې رپوټ خپریدو د وگړو د شخصي حریم په ځانگړې توگه د هغوی د روغتیایي محرمیت په ارتباط څرگندونو، پوښتنې زیږولي دي.

په پنسلوانیا پوهنتون کې جوهانس ایشستاد او همکاران یې دې نتیجې ته رسیدلي، هغه کسان چې په پریشانۍ باندې اخته وو د فیسبوک په پوستونو (لیکنو) کې یې د لومړي شخص مفرد ضمیر یعنی د "زه" کلیمه زیاته استعمال شوې او همداشان تر ډیره حده یې هغه کلیمات کارولې وو چې د خپگان او دښمنۍ څرگندونکې وو.

پدې څیړنه کې د ۶۸۳ کسانو نه چې روغتونونو ته یې مراجعه کړې اجازه اخیستل شوې وه چې د فیسبوک لیکنې یې د څیړونکو له لورې په څیړنه کې وارزول شي. ددغو کسانو اکثریت پریشاني نه درلودله، خو ١١۴ تنه یې په خپگان اخته وو.

پوهانو ته چې کله چې په پریشانۍ باندې اخته کسان په گوته شول تر شپږو میاشتو دمخه پورې یې په فیسبوک کې د هغوی لیکنې د ناروغۍ اړوند اثراتو لپاره وڅیړلې.

د "ژړا"، "اوښکو"، "درد"، زړه تنگي"، "کرکې" او "اوف" په څیر کلیمات هغه معمول الفاظ وو چې ددې رپوټ په بنسټ ددغو افرادو په فسیبوکونو کې لیدل کیدل.

دا د فیسبوک د لیکنو په هکله د رواني یا روحي ستونزو په اړوند لومړنۍ څیړنه نده. پخپله د فیسبوک شبکې هم په ٢٠١٥ کال کې یو پروگرام پیل او کارونکو ته یې اجازه ورکړه هغه پوستونه چې د فیسبوک کارونکو د "خودکشۍ فکر" وي، په نښه کړي.

یوه ډله نورو پوهانو په ٢٠١٧ کال کې رپوټ ورکړ چې د انستگرام اکثر کارونکي چې وروسته په پریشانۍ باندې اخته تشخیص شول، تور او سپین رنگونه او یا هم مبهم رنگونه یې په خپلو پوستونو کې کارولي وو.

پریشاني او ځان وژنې دواړه په متحده ایالاتو کې مخ په زیاتیدو دي او ټولنیزې شبکې داسې فرصت رامنځ ته کوي چې په دغو روحي مشکلاتو باندې اخته افراد چې مرستې ته اړتیا لري، ورته په بېړنۍ توگه رسیدگي وشي.

خو د پوهانو په وینا "فردي محرمیت" پدې هکله ستره ستونزه رامنځ ته کړې. پوهان سپارښتنه کوي چې د اپلیکیشنونو پراخونکي او همداشان قانون جوړونکي باید دغه مشکل په پاملرنه وکړي او دغه محصولات داسې تنظیم کړي چې د ناروغانو د نوم د نه څرگندولو حق وساتل شي او همداشان دا چې د هغوی پورې مربوط معلومات څنگه وڅیړل شي.

XS
SM
MD
LG