د لاس رسي وړ اتصالات

د فیسبوک د ٥٠ میلیونو کارونکو شخصي معلوماتو ته لاس رسی


فیسبوک په نړۍ کې څه دپاسه دوه میلیارده کارونکي لري
فیسبوک په نړۍ کې څه دپاسه دوه میلیارده کارونکي لري

ټولینیزې شبکې فیسبوک موندلي چې ددې شبکې شاوخوا ٥٠ میلیونو کارونکو شخصي معلوماتو ته د لاس رسي هڅه شوې ده او کیدای شي چې هکران وتوانیږي د فیسبوک د کارونکو معلومات ترلاسه کړي.

فیسبوک د جمعې په ورځ وویل ددې شبکې د کارونکو د معلوماتو د خوندیتوب لپاره یې لازم تدابیر نیولي، د شبکې امنیتي تدابیر یې سخت کړي او ددې موضوع په هکله یې امنیتي قواو ته خبر ورکړی دی.

فیسبوک وایي چې هکران د تصویرونو د اپلیکیشن نه په استفادې د فیسبوک د کارونکو پټو معلوماتو ته ورغلي دي. دغه اپلیکیشنونه د فیسبوک کارونکو ته اجازه ورکوي چې خپله څیره د نورو کسانو په تصویر کې وگوري.

د فیسبوک بنسټ ایښونکی او اجرائیه رئیس مارک زوکربرگ، د جمعې په ورځ وویل تر اوسه مشخصه نده چې آیا د فیسبوک د کارونکو له پاڼو نه ناوړه استفاده شوی او که نه.

فیسبوک اعلان وکړ چې د احتیاط له مخې د شاوخوا ٩٠ میلیون کارونکو پاسورډ یا رمز بیا ثبت کول یې پیل کړي دي.

تر اوسه نده معلومه چې د فیسبوک دغه امنیتي نیمگړتیا په کومو هیوادونو کې شوې ده.

د فیسبوک مشر ښاغلی زوکربرگ، د روان کال د اپریل په میاشت کې د هغه اشتباه په خاطر چې ددې شبکې د گډون کونکو شخصي معلومات پرته له اجازې اخیستل شوي وو د امریکا د کانگرس د یوې کمیټې په وړاندې له خلکو بخښنه وغوښته.

ښاغلي زوکربرگ د امریکایي سناتورانو په وړاندې یو ځل بیا د فیسبوک د کارونکو معلوماتو ته له لاس رسي نیولې بیا د امریکا د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د بهرنیانو تر لاس وهنې پورې مشکلاتو مسؤلیت شخصاً په غاړه واخیست، خو د هغې د مخنیوي یې د کوم ځانگړي قانون د رامنځ ته کیدو

په اړه څه ونه ویل او هیڅ کومه نوې ژمنه یې ونه کړه.

XS
SM
MD
LG