د لاس رسي وړ اتصالات

بریتانیا د اوکراین سره د نورو پوځي مرستو ژمنه وکړه


د بریتانیا صدراعظم ریشي سوناک او د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي
د بریتانیا صدراعظم ریشي سوناک او د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي اروپا ته د خپل سفر په ترڅ کې په بریتانیا کې ددغه هېواد له صدراعظم ریشي سوناک سره کتلي او د دافع هوا د سلګونو توغنديو او محاربوي ډرونونو ژمنه ترلاسه کړې ده.

زیلینسکي د دوشنبې په ورځ مۍ ۱۵ (غوايي ۲۵) په هلیکوپتر کې د بریتانیا د صدراعظم استوګنځي ته ورسېد او د ریشي سوناک لخوا يې هرکلی وشو.

سوناک د زیلیسنکي د هرکلي پر مهال وویل: "نن یو ځل بیاهم، ستاسې رهبریت، ستاسو د هیواد میړانه او زړورتیا مونږ ټولو ته الهام بخښوونکې ده. هیله من یم په نورو خبرو کې پوه شم چې نور ستاسو د هیواد سره څه ډول مرسته کولی شم؟"

زیلینسکي د بریتانيا له ملاتړ څخه مننه وکړه خو ویې ویل، د اوکراین سره هرڅه ژر ملاتړ او امنیتي همکاري نه یوازې د اوکراین لپاره، بلکې د ټولې اروپا لپاره مهمه ده. هغه زیاته یې کړه: "تاسو دمخه زموږ ډیر ملاتړ کړی. ستاسو حکومت او جلالتمآب پاچا او همداشان ستاسو ولس او هېواد. د اوکراینیانو او خپلو سرتیرو لخوا مو د زړه له تله منندوی یو."

د ۲۰۲۲ کال د فبروري په میاشت کې په اوکراین د روسیې تر یرغل وروسته، دا بریتانیا ته د زیلینسکي دویم سفر دی. زیلینسکي اروپا ته خپل دا سفر د شنبې په ورځ له ایټالیا څخه پیل کړ او ورسته جرمني او فرانسې ته ولاړ.

د یکشنبې په ورځ هغه په جرمني کې د هغه هېواد له صدراعظم اولاف شولتز سره وکتل. شولتز پدې لیدنه کې د اوکراین دپاره د جرمني د نږدې درې میلیارد ډالرو په ارزښت پوځي مرستو اعلان وکړ.

شولتز وویل: "هرڅوک چې د دې ظالمې جګړې مسؤل دي، باید حساب ورسره وشي... پدې نړۍ کې هیڅ هیواد باید په بل هیواد یرغل ونکړي. هیڅوک باید بل ونه وژني، تالان یې نه کړي یا یې ماشومان ونه تښتوي. ځکه خو موږ د خپلو متحدینو سره همکاري کوو چې روسیې سره حساب کتاب وشي."

زیلینسکي د نورو مرستو ترلاسه کولو په تمه دی ځکه اوکراین د پسرلنیو عملیاتو پیلولو ته تدابیر نیسي ترڅو د روسیې لخوا اشغال شوې سیمې بیرته ونیسي.

د یکشنبې په ورځ روسیې او اوکراین، دواړو د یو بل پر پوځي ډیپوګانو او نورو مختلفو تاسیساتو د بریدونو ادعاوې وکړې.

د روسیې د دفاع وزارت په وینا، د روسیې پوځ په دونڅک، زپوریژیا، خرسون، خارکوف او بخموت کې د اوکراین د پوځ ډير بریدونه شنډ کړیدي.

په عین وخت کې د اوکراین د وسله والو ځواکونو عمومي لوی درستیز ویلي چې اوکرایني قواو په لیمن، بخموت، اودیفکا او مارینکا سیمو کې د روسیې د بریدونو په وړاندې کلک مقاومت کړی.

XS
SM
MD
LG