د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه وايي، د اوکراین په ختیځ کې یې د پوځ دوه قوماندانان وژل شوي 


د اوکراین جګړه
د اوکراین جګړه

روسیې د یکشنبې په ورځ مۍ ۱۴ (غوایي ۲۴) وویل چې دوه پوځي قوماندانان یې د اوکراین په ختیځ کې د باخموت په لومړۍ کرښه کې په جګړه کې وژل شوي دي.

د روسیې دفاع وزارت د جګړې په ډګر کې د خپلو تلفاتو په اړه په یوه بیسارې اعلامیه کې ویلي چې د څلورمې موټریزې لوا قوماندان ویاچسلاف ماکاروف او د پوځ د قول اردو د سیاسي کار د څانګې مرستیال یوګیني برووکو، د ختیځ اوکراین په جګړه کې وژل شوي دي.

دا اعلان په داسې حال کې شوی چې د دونیڅک په ختیځه سیمه کې د باخمت د کنټرول لپاره جګړې روانې دي.

د روسیې د دفاع وزارت په اعلامیه کې راغلي چې ډګروال ماکاروف هغه مهال ووژل شو چې د هغه لوا د کراسني د ښارګوټي په جنوب کې د اوکرایني ځواکونو بریدونه په شا وتمبول.

اعلامیه همداشان وایي چې «د دښمن دوه بریدونه په شا تمبول شوي دي. د درېیم برید په شا تمبولو په ترڅ کې د لوا قومندان سخت ټپي شو او د جګړې له ډګر څخه د ایستلو پر مهال مړ شو.»

دغه وزارت د خپل بل قوماندان د وژل کیدو په هکله وویل، چې بروکو په داسې حال کې ووژل شو چې روسي پوځیانو په بل ځای کې بریدونه په شا تمبول، او زیاته کړې چې، هغه "په اتلولۍ سره پداسې حال کې مړ شو چې په څو ګولیو لګیدلی و".

اجیرې ډلې واګنر ته په اشارې مسکو وویل چې "بریدګرې قطعې" د هوایی ځواکونو په ملاتړ د باخمت د لویدیځې برخې د کنټرول لپاره جګړې ته دوام ورکوي. روسیه وایي د اوکراین ټول بریدونه یې په شا تمبولي دي.

دا پداسې حال کې دي چې روسیه په اوکراین کې د خپلو تلفاتو په چوپه خوله ده. د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو تیر کال ویلي وو چې په لویدیځ پلوه هیواد اوکراین کې ۵۹۳۷ روسي سرتیري وژل شوي، په داسې حال کې چې پوځي شنونکي وايي مسکو هڅه کوي په اوکراین کې خپل تلفات پټ کړي.

له بلې خوا د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د یکشنبې په ورځ مۍ ۱۴ د جرمني په پلازمینه برلین کې له جرمني څخه نوې پوځي مرسته ترلاسه کړه. هغه وویل چې اوکراین هیڅ داسې پلان نلري چې په روسیه کې دننه په هدفونو برید وکړي.

زیلینسکي په برلین کې خبریالانو ته وویل: "موږ د روسیې پر خاوره برید نه کوو. موږ د دې کار کولو لپاره نه وخت لرو او نه هم ځواک لرو او موږ سره هیڅ دا ډول وسلې نه شته چې دا کار وکړو. موږ د ناقانونه اشغال شویو سیمو د نیولو لپاره د ځوابي برید لپاره چمتووالی نیسو."

XS
SM
MD
LG