د لاس رسي وړ اتصالات

د اوکراین مقامات: د روسیې د بریدونو له کبله میلیونونه خلک برېښنا او اوبه نلري


په اوکراین باندې د روسیې برید
په اوکراین باندې د روسیې برید

په اوکراین کې چارواکي وایي د پنجشنبې په ورځ نومبر ۲۴ (لیندۍ درېیمه) یې هڅه وکړه چې هغو میلیونونه خلکو ته برېښنا او اوبه انتقال کړي چې د روسیې د توغندیو د بریدونو له کبله ترې بې برخې شوي دي.

د روسیې د کروز میزایلو په بریدونو کې د اوکراین د انرژۍ شبکې له کاره لویدلې، میلیونونه اوکراینیان په تیارو کې ډوب او له اوبو څخه بې برخې شوي دي.

روسیه په سیستماتیک ډول د اوکراین د انرژۍ په تاسیساتو بریدونه کوي.

د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې ممکن د برېښنا او اوبو نشتوالی د سیمه ایزو خلکو ژوند ته ګواښوونکي عواقب ولري او که حالت همداسې وي، میلیونونه خلک به د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شي.

د اوکراین مقامات وايي چې ۴۰ په سلو کې یې خلکو ته برېښنا برابره کړې او پاتې ۶۰ سلنه نور خلک لا هم بې برېښنا ژوند کوي.

په همدې حال کې اوکراین ادعا کوي چې د پنجشنبې په ورځ د روسیې په بریدونو کې ۱۰ تنه وژل شوي‌ او نژدې ۵۰ نور ژوبل شوي دي، خو روسیې په کیف کې دننه بریدونه رد کړي او ویلي دي چې اوکراینیان په خپله او د دافع هوا خارجي سیستم د دغه هېواد د انرژۍ د تاسیساتو د خرابوالي لامل دي.

د کرملین ویاند دیمتري پسکوف وویل اوکراین فرصت لري چې وضعیت بدل کړي، د روسیې غوښتنې ومني او د ولسي خلکو کړاوونو ته د پای ټکی کېږدي.

روسیې د روان کال د فبروۍ په ۲۴ نېټه په اوکراین یرغل پیل کړی، امریکا او لویدیځ دا یرغل غندلی او له اوکراین سره پوځي او بشري مرستې کوي چې د مسکو په مقابل کې روانه جګړه وګټي.

XS
SM
MD
LG