د لاس رسي وړ اتصالات

اوکراین د اندونیزیا د سولې پلان "عجیب" وباله او رد یې کړ 


د اندونیزیا د دفاع وزیر پرابو سوبیانتو
د اندونیزیا د دفاع وزیر پرابو سوبیانتو

د اوکراین دفاع وزیر الکسي رزنیکوف د شنبې په ورځ جون دریمه (غبرګولي ۱۳) له روسیې سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره د خپل اندونیزیايي سیال وړاندیز "عجیب" وباله او رد یې کړ.

د اندونیزیا د دفاع وزیر پرابو سوبیانتو، په سینګاپور کې د شانګری-لا ډیالوګ دفاعي غونډې ته د وینا پر مهال په اوکراین کې د روسیې د جګړې د پای ته رسولو لپاره یو وړاندیز وکړ.

د اندونیزیا د دفاع وزیر په دې طرحه کې د جګړې سمدستي بندول، په اوسنیو مواضعو کې اوربند او د غیر نظامي زونونه رامنځته کیدل شامل دي، چې د ملګرو ملتونو د څارونکو او سوله ساتونکو لخوا تضمین شي.

سوبیانتو همداشان په تدریج سره "په جنجالي سیمو کې ریفرنډم یا نظر پوښتنې" ترسره کیدل مطرح کړي چې د ملګرو ملتونو لخوا تنظیم شوي وي.


خو د اوکراین د دفاع وزیر الکسي رزنیکوف چې په دې دوه ورځنۍ غونډه کې یې ګډون کړی، دغه وړاندیز په کلکه رد کړ.

هغه وویل: "داسې ښکاري چې دا د روسیې پلان دی، نه د اندونیزیا پلان. موږ دې دې ډول منځګړیتوب ته اړتیا نه لرو چې له دې عجیب پلان سره راشي."


چین هم په اوکراین کې د روسیې د جګړې د پای ته رسولو لپاره خپل پلان وړاندې کړی دی. خو د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه د چين دغه پلان مبهم ګڼي او د دغې ټولنې سياستوال د چين دغه پلان ته د شک په سترګه ګوري.

بیجینګ ادعا کړې چې د اوکراین په شخړه کې ناپیلی، خو پر اوکراین د روسیې د پوځي یرغل د نه غندلو له امله د لویدیځو هېوادونو تر سختو نیوکو لاندې راغلی دی.


په داسې حال کې چې بیجینګ وايي په شخړه کې یو ناپیلی اړخ دی، د مسکو د تیري له غندلو څخه د ډډې کولو له امله پرې نیوکه کیږي.

په مقابل کې متحدو ایالتونو او لویدیځو متحدینو یې پر اوکراین باندې د روسیې د پوځي یرغل له پیل راهیسې کیف ته د ملیاردونو ډالرو په ارزښت وسلې او نورې مرستې ورکړي دي.


د اندونیزیا چارواکي چې بې پرې ډپلوماسۍ ته ترجیح ورکوي، په تیرو وختونو کې یې هم د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې د منځګړیتوب هڅه کړې وه.

د اندونیزیا ولسمشر جوکو ویدودو تېر کال کیف او مسکو ته سفرونه وکړل او د دواړو هېوادونو له مشرانو سره یې وکتل. روسیې او اوکراین ته د ویدودو سفر په داسې حال کې شوی چې دې هیواد د جي-۲۰ هیوادونو یا د نړۍ د شلو پرمختللو اقتصاد لرونکو هیوادونو د ډلې مشري یې کوله.


د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مسوول جوزپ بوریل هم د شنبې ورځې په غونډه کې د اندونیزیا د دفاع وزیر سوبیانټو پر وړاندیز نیوکه وکړه.

د اندونیزیا د دفاع وزیر د وړاندیز په ځواب کې، بوریل وویل:"موږ په اوکراین کې د سولې راوستلو ته اړتیا لرو. خو دا سوله باید عادلانه وي، نه د تسلیمۍ سوله."


اندونیزیا د هغو هېوادونو په ډله کې دی چې پر اوکراین د روسیې له پوځي یرغل وروسته یې پر کیف د مسکو د پوځي برید د غندلو په اړه د ملګرو ملتونو د پرېکړه ‌لیک په پلوۍ رایه ورکړه، خو دغه هېواد پر مسکو لګول شوي اقتصادي بندیزونه نه دي عملي کړي.

XS
SM
MD
LG