د لاس رسي وړ اتصالات

ایران روسیې ته د بالستیک توغندیو ورکول رد کړل 


د ایران پوځ تیره اوونۍ نوي بالستیک غندي نندارې ته وړاندې کړل چې د ارنا خبري اژانس په راپور کې ویل شوي د ایران د دفاع وزارت جوړ کړي.‌
د ایران پوځ تیره اوونۍ نوي بالستیک غندي نندارې ته وړاندې کړل چې د ارنا خبري اژانس په راپور کې ویل شوي د ایران د دفاع وزارت جوړ کړي.‌

د ایران حکومت جمعه فبروري ۲۳ (کب څلورمه) وویل چې روسیې ته یې بالستیک توغندي ندي ورکړي.

د ایران دا څرګندونې وروسته تر هغې وکړلې چې متحده ایالاتو خبرداری ورکړی و که ایران روسیې ته دا ډول توغندي ورکړي وي، جدي عواقب به ولري.‌

د رویټرز خبري اژانس د همدې روانې اوونۍ په سر کې د شپږو سرچینو په حوالې چې نومونه یې نه و یاد شوي په یو راپور کې ویلي و چې ایران روسیې ته "ډیر قوي له ځمکې څخه ځمکې ته واریدونکې وسلې" ورکړیدي چې د دواړو هیوادونو تر منځ د وسلو په برخې کې د همکارۍ پراخوالی ښیي.

متحده ایالاتو په دواړو روسیې او ایران بندیزونه لګولي دي.

خو په ملګرو ملتونو کې د ایران سیاسي استازولۍ د جمعې په ورځ په یوې اعلامیې کې چې د اکس په ټولنیزې شبکې کې یې خپره کړې د رویترز خبري اژانس دا راپور رد کړی.

د ایران په اعلامیې کې راغلي چې د بالستیک توغندیو په پلور هیڅ ډول قانوني بندیز نشته خو بیا هم "ایران په اخلاقي توګه مسؤل دی چې د روسیې - اوکراین تر منځ د جګړې پر مهال د وسلو راکړې ورکړې څخه ډډه وکړي تر څو دا جګړه لا پراخه نشي."

په اعلامیې کې همدارنګه ویل شوي چې ایران د ملګرو ملتونو د منشور او نړیوالو قوانیو ته د درناوي له مخې د وسلو په نه پلور عمل کوي.‌

سره لدې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا لخوا د ایران د ځینو توغندیو، بې پیلوټه یا ډرون الوتکو او ځینو ټکنالوژیو په صادرولو بندیز د تیر کال اکټوبر په میاشت کې پای ته ورسید خو متحده ایالاتو او اروپایي اتحادیې د ایران د بالستیک توغندیو په پروګرام بندیزونه پخپل حال ساتلي دي ځکه داسې اندیښنې شته چې ایران ښایي دا توغندي په سیمې کې خپلو ګوډاګي ځواکونو ته ورکړي.‌

ایران په لومړي سر کې دا هم نه منله چې روسیې ته یې بې پیلوټه یا ډرون الوتکې ورکړي خو په اوکراین د روسیې د یرغل څخه څو میاشتې وروسته یې ومنله چې مسکو ته لږ شمیر دا ډول الوتکې ورکړیدي.

خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر تیر کال د نومبر په میاشت کې د لومړي خل لپاره تائید کړه چې هیواد یې روسیې ته ډرون الوتکې ورکړي دي، خو نوموړي ټینګار وکړ چې دغه الوتکې پر اوکراین د روسیې له برید مخکې مسکو ته ورکړل شوي وې.

راپورونه وایي چې روسیې له دغو الوتکو څخه د اوکراین د انرژۍ په بنسټونو سربیره د ملکي اهدافو د ویشتلو لپاره کار اخیستی دی.

امیر عبداللهیان په تهران کې خبریالانو ته وویل: " موږ د اوکراین له جګړې څو میاشتې مخکې، روسیې ته په محدوده اندازه ډرونونه ورکړي وو."

تر دې مخکې متحدو ایالتونو، بریټانیا او فرانسې د تیر کال اکتوبر په ۱۹ نیټه د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې روسیې ته د ایران د بې پیلوټه انفجاري ډرون الوتکو په لیږد اندیښنه څرګنده کړې وه.

له دې مخکې ایراني چارواکو د اوکراین د جګړې لپاره روسیې ته د وسلو ورکړه نه منله. د تیرې اوونۍ په پیل کې په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر امیر سعید ایرواني دا تورونه "بشپړ بې اساسه" وبلل او په جګړه کې یې د ایران په بې طرفي تینګار وکړ.

د ایران مذهبي مشر آیت الله علي خامنه یي د ډرون الوتکو موثریت ستایلی او د خطراتو په اړه یې د غربیانو خبرداری رد کړي دي

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG