د لاس رسي وړ اتصالات

پر اوکراین د روسیې د پوځي یرغل دوهمه کالیزه؛ ستولټنبرګ اوکراین او متحدینو ته: 'مه بې زړه کیږئ'


د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ

پداسې حال کې چې اوکراین باندې د روسيې د پوځي یرغل دوه کاله پوره شول او د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین لا هم خپلې خونړۍ جګړې ته دوام ورکوي، د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د شنبې په ورځ، فبرورۍ ۲۴ (کب ۵) له اوکراین او متحدینو یې وغوښتل چې "بې زړه نشي".

سټولټنبرګ د روسیې د یرغل د دویمې کالیزې په مناسبت په یو ثبت شوي پیغام کې وویل: "د جګړې په ډګر کې وضعیت خورا جدي دی. پر اوکراین د برلاسي کیدو لپاره د ولسمشر پوتین موخه نه ده بدله شوې او داسې نښې نشته چې هغه دې سولې ته چمتو وي."

هغه وویل: "خو موږ باید بې زړه نشو. اوکرایین په وار وار د پام وړ مهارت او کلک هوډ په ډاګه کړی دی."

پر اوکراین د روسیې د پوځي یرغل دوه کاله پداسې حال کې پوره شول چې د اوکراین وتلي سرتیري د لومړۍ کرښې د ساتلو لپاره مبارزه کوي او د متحده ایالاتو د راتلونکي ملاتړ په اړه شکونه راپورته شوي.

سټولټنبرګ د ناټو د غړو هېوادونو د پوځي مرستو وروستیو ژمنو ته اشاره وکړه چې "ارزښت یې میلیاردونو ډالرو ته رسیږي."

هغه وویل، پدې مرستو کې کلیدي وړتیاوې لکه د توپچي مهمات، هوایي دفاع، او جنګي کښتۍ او همدارنګه د اف-۱۶ جنګي جت الوتکو تجهیزات او پرزې، بې پیلوټه الوتکې (ډرون)، او د ماین پاکۍ تجهیزات شامل دي او د هغه په وینا "ډیر ملاتړ په لاره دی."

سټولټنبرګ وویل، پوتین ددې لپاره خپله جګړه پیل کړې چې په ناټو کې د کیف د احتمالي غړیتوب مخه ونیسي.

هغه وویل: "خو هغه برعکس نتیجه ترلاسه کړه: اوکراین اوس د بل هر وخت په پرتله ناټو ته نژدې شوی دی." او زیاته یې کړه: "اوکراين به له ناټو سره يو ځای شي. دا کومه پوښتنه نه ده، خو کله. پداسې حال کې چې موږ تاسو د هغې ورځې لپاره چمتو کوو، ناټو به له اوکراين سره دریدو ته دوم ورکړي. ستاسو او زموږ د امنيت لپاره."

په اوکراین باندې د روسیې د پوځي یرغل د دوهمې کالیزې په مناسبت د لویدیځې نړۍ یو شمیر مشران اوکراین ته رسیدلي چې ددې هیواد سره خپل پیوستون څرګند کړي.

د بریتانیا دریم پاچا چارلز هم پر اوکراین د روسیې د پوځي یرغل د دوهمې کالیزې په مناسبت د شنبې په ورځ په یو پیغام کې د اوکراین د خلکو د "هوډ او ځواک" ستاینه وکړه.

چارلز وویل: "د اوکراین د خلکو هوډ او ځواک په پرله پسې توګه پداسې حال کې الهام بخښونکی دی، چې د دوی په خاوره، د دوی ژوند او معیشت باندې برید دریم غمجن کال ته داخلیږي."

د بریتانیا پاچا زیاته کړه: "د سختو سختیو او دردونو سره سره چې دوی یې ګالي، اوکراینیان قهرمانۍ ته دوام ورکوي؛ کوم چې نړۍ ورسره نږدې پیوستون لري."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG