د لاس رسي وړ اتصالات

د اوکراین فوټبال ټیم د روسیې له یرغل وروسته د لومړي ځل لپاره لوبه وکړه


د اوکراین د فوټبال ملي لوبډلې پر هغه هیواد د روسیې له یرغل راوروسته د لومړي ځل لپاره د چهار شنبې په ورځ مې ۱۱ (غوایي ۲۱) د فوټبال دوستانه لوبه وکړه.

د اوکراین لوبډلي وکړای شول په دې دوستانه لوبه کې د جرمني مونشن ګلادباخ لوبډلي ته دوه د یو په مقابل کې ماته ورکړي. دغه لوبه د جګړې له قربانیانو سره د مرستې په هدف جوړه شوې وه.

د لوبې پرمهال په زرګونو ننداره چیانو د اوکراین بیرغونه له ځان سره درلودل او له هغه هیواد څخه یې چې د فبروري په ۲۴ نیته د روسیې له خوا پرې برید پیل شوی، ملاتړ څرګند کړ.

د اوکراین د ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي انډرې ورنین چې ددغه لوبې کامنټټري کوله وویل:"دا لوبه دیره مهمه ده، زموږ د ټیم لپاره او زموږ د هیواد لپاره."

ښاغلي ورنین زیاته کړه، داسې احساس کوي چې یوازې ندي او ټوله نړۍ یې تر شاه ولاړه ده.

ټاکل شوېده د اوکراین د فوټبال ملي لوبډله د جون په لومړۍ نیته د فوټبال د نړیوال جام په یوې مقدماتي لوبه کې د سکاټلنډ لوبډلي سره لوبه وکړي.

د لوبې ګټونکې به څلور ورځې وروسته په کارډیف کې له ویلز سره لوبه وکړي او بریالۍ لوبډله به په قطر کې د فوټبال نړیوال جام د حضور چانس ترلاسه کړي.

د اوکراین د لوبډلي روزونکي اولیکساندر پتراکوف تیره اوونۍ د هغه هیواد له لوبډلو څخه ۲۳ لوبغاړي راغونډل کړل او اوس د سلوانیا د فوټبال فدراسیون په یو مرکز کې تمرین کوي.

XS
SM
MD
LG