د لاس رسي وړ اتصالات

ګوتیرش: اوکراین کې ژر د اوربند نښې نشته 


د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیریش د چهار شنبې په ورځ مې ۱۱ (غوایي ۲۱) وویل دا روښانه ده چې په اوکراین کې په نږدې وختونو کې د سولې د قرار داد چانس نشته خو نوموړي ژمنه وکړه چې دغه نړیوال سازمان به "هیڅ وخت هڅې ونه دروي" او باید تل د "بې معني جګړې" د ختمیدو په هدف د هر کار لپاره چمتو ووسي.

ګوتیریش په ویانا کې د اتریش له جمهور رئیس السکاندر وان در بیلن سره د ملاقات پرمهال خبریالانو ته وویل چې ملګري ملتونه د افرادو د خوندیتوب او تخلیې او د بشري مرستو لپاره هر کار کوي.

ګوتیریش وویل:"دا جګړه به د تل لپاره نه وي. داسې وخت به راورسیږي چیرې چې د سولې پر خبرو به بحث کیږي. داسې یو وخت به وي چې زه هیله مند یم وکولی شو د ملګرو ملتونو د منشور او نړیوالو قوانینو په رڼا کې د مشکل د هواري لپاره حل لاره ولرو."

بلخوا اوکرایني چارواکو ویلي دي چې پوځیانو یې له خارکیف څخه روسي پوځیان په شاه تمبولي دي، هغه ښار چې د اوکراین په شمال کې دی او په تیر فبروري کې د روسیې د یرغل له پیل څخه د روسي ځواکونو تر بریدونو لاندې دی.

د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زیلنسکي د سه شنبې ناوخته په یوې وینا کې په احتیاط سره هغه څه چې ښه خبر وباله وړاندې کړ او ویې ویل:"اشغالګران په تدریځ سره په شاه د تمبول کیدو په حال کې دي."

په ورته وخت کې د بریټانیا دفاع وزارت نن چهار شنبې ویلي دي‌ چې اوکرایني ځواکونو په بریالي ډول له ډرون الوتکو څخه د روسيې د هوایي دفاع او اکمالاتي بیړیو د ویشتلو لپاره کار اخیستی دی.

ښاغلي زیلنسکي د یو ټویټ په کولو له هغه هیواد سره د امریکا د استازو مجلس له خوا د بشري او نظامي مرستو په هدف د نوې کابو ۴۰ میلیارد ډالري بستې د تصویب له امله مننه وکړه.

دا کمکي بسته باید د امریکا د سنا مجلس له خوا تائید شي. په دې مرسته کې تیره اوونۍ د جهور رئیس بایډن له خوا له غوښتل شویو پیسو څخه اوه میلیارده ډالره زیاتې دي.

XS
SM
MD
LG