د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د ملي امنیت سلاکار د ایران په هکله د خبرو لپاره اسرائیل ته ځي


د متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان په خبرو کې دا نه ویل چې اسرائیل ته څه وخت سفر کوي.
د متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان په خبرو کې دا نه ویل چې اسرائیل ته څه وخت سفر کوي.

ټاکل شوې د متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان د ایران د اتومي پروګرام او هغو ګواښونو په هکله د خبرو لپاره اسرائیل ته ولاړ شي چې د ایران لخوا دې هیواد ته متوجه دي.

ښاغلي سلیوان چې مکسیکو ته د جمهور رئیس جو بایډن سره په سفر کې مل دی، دا ونه ویل چې څه وخت اسرائیل ته سفر کوي خو دومره یې وویل چې د صدراعظم بنجامین نتنیاهو او د دې هیوا د نوي حکومت د چاراکو سره په ملاقاتونو کې به یې د ایران په هکله خبرې د سفر مهمه برخه وي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا یو ویاند هم ویلي چې د سفر کولو په نیټه کار روان دی خو تر اوسه پدې هکله پریکړه نده شوې.

اسرائیل په ۲۰۱۵ کال کې هم چې د امریکا په ګډون د نړۍ ځواکمنو هیوادونو د ایران سره اتومي تړون لاسلیک کاوه، مخالفت کړی و او اوس هم د دې تړون د بیا ژوندي کیدو د هلو ځلو مخالفت کوي.

اسرائیل اندیښنه لري چې د ایران اتومي تړون د اتومي وسلو د تر لاسه کولو لپاره د تهران د هلو ځلو مخه نه نیسي.

د متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار وویل چې د اوس لپاره د ایران د اتومي تړون د بیا ژوندي کیدو په هکله د اسرائیل مخالفت څنډې ته شوی ځکه واشنګټن غواړي په ایران فشار راوړي چې روسیې ته په اوکراین کې د جګړې کولو لپاره د بې پیلوټه یا ډرون الوتکو ورکړه بنده کړي او همدارنګه د تهران څخه غواړي چې د ایراني مظاهره چیانو ځپل بند کاندي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار پخپلو خبرو کې دا هم وویل چې د اسرائیل د نوي حکومت سره به د هغو ګواښونو په هکله په ګډه کار وکړي چې د ایران لخوا متوجه دي.

په عین حال کې د اسرائیل نوي ټاکل شوي صدراعظم بنجامین نیتن یاهو هم په بیت المقدس کې خبریالانو ته وویل چې د امریکایي ډلې سره په ملاقات کې به د ایران په هکله خبرې اترې وکړي.

ښاغلي نیتن یاهو وویل چې د ایران لخوا د متوجه ګواښونو په هکله د خبرو لپاره په "اوس وخت کې دومره د نظر یووالی شته چې په تاریخ کې ساری نلري".

هغه زیاته کړه، " وخت یې دی چې اسرائیل او متحده ایالات یو شان نظر ولري. هیله لرم چې پدې هکله د جمهور رئیس بایډن او مامورینو سره یې وغږیږم".

ایران او د نړۍ ځواکمنو هیوادنو چې په ۲۰۱۵ کال کې کومه موافقه لاسلیک کړې وه، پکې د ایران څخه غوښتل شوي و چې د فردو په اتومي بټۍ کې به یوازې د څیړنې او پراختیا اړوند فعالیتونه کیږي او د سنټرفیوژونو څخه به د اتومي فعالیتونو لپاره کار نه اخیستل کیږي.

ایران او د نړۍ قدرتونو په ۲۰۱۵ میلادي کال کې یو قرار داد لاسلیک کړ چې په هغه کې د ایران د اټومي فعالیتونو د کمیدو په بدل کې د نړیوالو بندیزونو د کمیدو ژمنه شوې وه. خو د متحدو ایالتونو پخواني‌ ولسمشر ډونالډ ټرمپ امریکا له دې قرار داد څخه وایستله او پر نوموړي هیواد یې سخت بندیزونه ولګول.

د امریکا د اوسني ولسمشر جوبایډن په واکمنۍ کې ددغه قرار داد د ترلاسه کیدو لپاره زیاتې شوې ځکه هغه یې د رغیدو پلوی دی.

پدې موافقې کې ایران ته اجازه ورکړل شوې چې یوازې تر ۳.۶۷ فیصدو پورې یورانیم غني کړي خو وروسته تر هغه چې د متحده ایالاتو پخواني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې په یو اړخیزه توګه د دې موافقې څخه امریکا وایستله، ویل کیږي چې ایران د یورانیم د غني کولو کچه آن تر ۶۰ فیصدو پورې پورته کړې.

که یورانیم تر ۹۰ فیصدو پورې غني شي، د اتومي وسلو په جوړولو کې ترې کار اخیستل کیږي

XS
SM
MD
LG