د لاس رسي وړ اتصالات

اوکراین: د غله جاتو صادرولو ته نږدې شوي یو


اوکراین د چهار شنبې په ورځ جولای ۲۷ (زمري پنځمه) وویل د تور سمندرګي په تړل شویو بنادرو کې یې عملیات پیل کړي او د غله جاتو صادرولو ته نږدې شوي دي.

کیف وایي څو ورځې وړاندې د اودیسه پر بندر د روسیې د برید سره سره، هیله من دی چې روانه اوونۍ د میلیونونو ټنو غله جاتو لومړۍ بسته صادره کړي.

اوکرایني چارواکو زیاته کړې ده چې د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب د ترلاسه شوي هوکړې د نظارت لپاره د همغږۍ یو مرکز هم پرانیزي.

ددغه مهم توافق د عملي کیدو په برخه کې پرمختګ په داسې حال کې رامنځ ته کیږي چې کیف ددغه هیواد‌په جنوب کې د روسیې تر کنترول لاندې سیمه کې پر یو مهم پل برید کړی دی او د اکمالاتو یوه مهمه لارې یې زیانمنه کړېده.

اوکراین او روسیې تیره اوونۍ د ترکیې او ملګرو ملتونو په مرسته پر داسې یو پلان هوکړه وکړه چې له مخې یې مسکو په تور سمندرګي کې د دریو بنادرو له لارې د بندو پاتې شویو غله جاتو صادریدو ته اجازه ورکوي.

د خیرسون جګړه

سره له دې چې د غله جاتو د صادریدو لپاره هڅې روانې دي، د اوکراین په سهیل خیرسون کې د ساحاتو د نیولو لپاره جګړه روانه ده او کیف د دنیپرو پر سیند یو مهم پل په نښه کړ چې له مخې یې روسیي ځواکونو ته د اکمالاتو جریان تهدیدوي.

په خیرسون کې د روسیې له خوا د رامنځ‌ ته شوې ادارې مرستیال کیرل ستریموسف تائید کړه چې پل بیګاه لګیدلی او د ټرافیکو جریان مختل شوی دی.

د ګازو د صادراتو کموالی

له نښتو څخه هاخوا جرمن چارواکو ویلي مسکو ظاهرا پر هغه هیواد د لودیځ د بندیزونو د غچ اخیستلو په هدف اروپا ته د ګازو صادرات د پام وړ کم کړي دي خو اوکراین اعلان کړی چې غواړي اروپا ته د خپلې بریښنا په صادراتو کې زیاتوالی راولي.

د جرمني د انرژۍ چارواکو څرګنده کړې چې روسیې د چهار شنبې په ورځ جولای ۲۷ د نارډ سټریم نلیکې له لارې د ګازو په صادراتو کې شل سلنه کموالی راوستی دی.

د کرملن ویاند دیمتري پسکوف د اروپايي ټولنې بندیزونه د نفتو په صادراتو کې د کموالي علت وباله خو برلین دا توضحیات نه مني او د هغه هیواد د حکومت ویاند د نفتو کموالی، د مسکو له خوا له انرژۍ سره لوبې بولي.

XS
SM
MD
LG