د لاس رسي وړ اتصالات

د اوکراین پوځ روسي پلوه یاغیان په شا تمبولي


د اوکراین په ختیځ کې یو نړیدلی پل
د اوکراین په ختیځ کې یو نړیدلی پل

او کرایني ځواکونه په داسې حال کې د هیواد په ختیځ کې د روسي پلوه یاغیانو په وړاندې جگړې ته دوام ورکوي چې د جدایي غوښتونکو یاغیانو تر ولکې لاندې د دونیتسک د ښار په لور درې پلونه نړول شوي دي.

دا پلونه د سلوویانسک څخه چې د شنبې په ورځ اوکرایني ځواکونو له یاغیانو څخه بیرته ونیو د د دونیتسک د ښار په لور د تیریدو لار ده.

بلخوا اوکرایني پوځ د روسیې پولې ته نږدې د روسي پلوه بیلتون غوښتونکو تعقیبولو ته اوس هم دوام ورکوي.

دا پرمختگ د سلوویانسک د مهم ښار تر نیولو وروسته تر لاسه شویدی. دا ښار تردې مخکی تر دریو میاشتو پورې د روسي پلوه بیلتون غوښتونکو یاغیانو تر کنترول لاندې و.

د یاغیانو مشر دامنلې ده چې دوي ته ډېر تلفات وراوښتي دي. اوکراییني چارواکي وایي د دوي قواو د یاغیانو زیاته اندازه وسله نیولې ده.

دې نه وړاندې اوکراییني ځواکونو د یکشنبې په ورځ د روسي پلوه یاغېانو خلاف د ډېرمهم بري ادعاوکړې وه او ویلي وو چې ددغو یاغیانو په شا تمبولو ته یې په ختیځ کې دوام ورکړی.

د پوځ عمومي قوماندان وایي د دروژکیفکا او کوستیان تینیفکا په نوم ښارونه چې د سلوویانسک جنوب پلو پراته دی هم د وسله والو جدایي غوښتونکو څخه بیرته نیول شوي دي.

په ختیځ کې د سلوویانسک د ښار په بیرته نیول کیدو چې د وسله والو یاغیانو سمبولیک او پوخ سنگر گڼل کیدو د پوځ مورال لوړ کړی چې د خونړۍ جدایي غوښتونکې جگړې په ترڅ کې یې د اوربند د ټینگیدو هیلې هم ژوندۍ کړې دي.

خو د روسي پلوه یاغیانو قوماندان وروسته بیا د مسکو یوې ملاتړې تلویزیونی شبکې سره د مرکې په ترڅ کې د متقابلو ځوابي بریدونو ژمنه وکړه. هغه وویل دی اوس د حملې ضد د طرحې په جوړولو بوخت دی.

یاغیانو هم د اړول شوې درنې مرگ ژوبلې خبر تایید کړی، او اکثر څیړونکي وايي پوروشینکو چې واک ته یی د رسیدو څخه یوه میاشت تیریږی، د جگړې په ډگر کې پوځی بریا ته شدیده اړتیا درلوده، څو د اوکراین د خلکو چې د روسیې د تیري په وړاندې د خپل پوځ د کمزورتیا څخه په تنگ راغلي وو، ډاډ تر لاسه کړای شي.

XS
SM
MD
LG