د لاس رسي وړ اتصالات

مسکو پلوه چارواکي د اوکراین د زاپوریژیا سیمې د جلا کولو هڅې کوي


د اوکراین په جنوب ختیځ کې د زاپوریژیا سیمې اټومي بټۍ
د اوکراین په جنوب ختیځ کې د زاپوریژیا سیمې اټومي بټۍ

د اوکراین په جنوب ختیځ زاپوریژیا سیمه کې د مسکو ملاتړو چارواکو د دوشنبې په ورځ اګسټ اتمه (زمري ۱۷) وویل چې دوی د روسیې سره د یوځای کیدو په اړه د ټولپوښتنې د ترسره کولو لپاره د پلان سره سم پرمخ ځي.

د اوکراین د زاپوریژیا سیمې په اشغال شویو برخو کې د مسکو له خوا د نصب شوی ادارې رئیس یووګیني بالیتسکي په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي چې د «روسیې د فدراتیف سره د زاپوریژیا د سیمې د بیرته یوځای کیدو لپاره» یې د ټولپوښتنې د ترسره کولو پر موضوع د کار د پیل فرمان لاس لیک کړی دی.

هغه ویلي چې دغه رایه اچونه به په راتلونکي خزان کې ترسره شي.

روسیې په ۲۰۱۴ کال کې د تورې بحیرې د کریمیه ټاپو وزمه د همداسې یوې ټولپوښتنې له لارې له اوکراین څخه جلا او له خپلې خاورې سره یې وتړله.

د نړیوالې ټولنې اکثریت د روسیې له خوا په کریمیه کې د ترسره شوې ټولپوښتنې نتیجې په رسمیت ندي پیژندلي.

پر اوکراین باندې د روسیې د فبرورۍ د ۲۴ پوځي یرغل د لومړنیو اونیو راهیسې د اوکراین په جنوب کې د خرسون او زاپوریژیا سیمې په پراخه توګه د روسیې تر کنترول لاندې دي.

د فرانس پرس اژانس د رپوټ له مخې دغه دواړه سیمې اوس په زور د روسیې په اقتصاد پورې تړل شوي دي.

له بلې خوا د زاپوریژیا اټومي تاسیسات چې د اروپا تر ټولو ستر اټومي بټۍ ده پدې وروستیو ورځو کې تر برید لاندې راغلې او څو ځایونه یې تاواني شوي او یو اټومي ریکټور یې تړل شوی دی.

مسکو او کیف دواړه یو بل پر دې تاسیساتو باندې په برید تورنوي او داسې ویره رامنځته شوې چې کوم اټومي غمیزه رامنځته نشي.

XS
SM
MD
LG