د لاس رسي وړ اتصالات

اوکراین: د ملکي کسانو پر کاروان د روسیې ځواکونو په برید کې ۲۴ کسان وژل شوي


اوکراین د شنبې په ورځ اکتوبر لومړۍ (تلې نهمه) روسي ځواکونه تورن کړل چې ددغه هیواد په کوپیانسک ښار کې یې د ملکي کسانو پر موټر برید کړی چې له امله یې د ماشومانو په ګډون، ۲۴ کسان وژل شوي دي.

کوپیانسک ښار په دې وروستیو کې اوکرایني ځواکونو بیرته له روسي پوځیانو نیولی دی.

اوکرایني ځواکونو د جمعې په ورځ، د کوپیانسک په ختیځ د کیریلیویک ښار کې د فرانسې خبري آژانس خبریالانو ته د وژل شویو ملکي کسانو جامې او هغه موټرونه ښکاره کړل چې په مرمیو سوري سوري شوي وو.

د یادې سیمې والي ویلي دي چې" روسي ځواکونو له نږدې سیمې څخه پر ملکي کسانو ډزې وکړې" چې له امله یې د یوې امیندواره میرمنې او یوه ۱۳ کلن ماشوم په ګدون، ۲۴ کسان وژل شوي دي.

ددغو ملکي کسانو د وژل کیدو ادعا په داسې حال کې کیږي چې د اوکراین دفاع وزارت د شنبې په ورځ اکټوبر لومړۍ (تلې نهمه) وویل د هغوی ځواکونونه د یاد هیواد د ختیځ دونڅک سیمې لیمن مهم ښار ته داخل شوي.

اوکرایني ځواکونه په داسې حال کې لیمن ښار ته د داخلیدو خبره کوي چې روسیې تر دې یوه ورځ مخکې یادې سیمه له خپل هیواد سره ضمیمه اعلان کړې.

د اوکراین دفاع وزارت پر خپله ټویټر پاڼه داسې یوه ویډیو خپره کړې چې ښکاره کوي د هغوی پوځيان یوې نښې ته نږدې چې د یاد ښار نوم پرې لیکل شوی، د اوکراین بیرغ په لاس کې نیولی دی او وایي چې" د اوکراین هوایي ځواکونه د دونڅک سیمې لیمن ته داخلیږي."

روسیې د جمعې په ورځ په اوکراین کې تر خپل کنټرول لاندې څلور سیمې دونڅک، لوګانسک، ژاپورژیا او خرسون تر یوې ټولپوښتنې وروسته چې د غرب له خوا غندل شوې، د خپلې خاورې برخه وګرځولې.

اوکراین سره د مالي مرستو دوام

نړیوال بانک له اوکراین سره د ۵۳۰ میلیونو ډالرو مالي بودېجې اعلان وکړ څو یاد هیواد یې د روسیې د یرغل له امله د خپلو عاجلو اړتیاوو لپاره وکاروي.

نړیوال بانک د جمعې په ورځ سپټبمر ۳۰ په یوې بیانیه کې وویل دا بودیجه چې د بیارغونې او پراختیا بانک د نوې پور په چوکاټ کې ورکول کیږي، ۵۰۰ میلیونه یې بریټانیا او پاتې ۳۰ میلیونه یې ډنمارک ژمنه کړېده.

نړیوال بانک اټکل کړی چې په راتلونکو دریو کلونو کې د اوکراین بیارغونه او جوړیدنه څه باندې ۱۰۰ میلیاردو ډالرو ته اړتیا لري، هغه رقم چې د جګړې په دوام سره زیاتیدلی شي.

د متحدو ایالتونو کانګرس د جمعې په ورځ له اوکراین سره د ۱۲.۳ میلیارده ډالره چې ۳.۷ میلیارده یې نظامي مرسته ده، د اوکراین لپاره تصویب کړه.

XS
SM
MD
LG