د لاس رسي وړ اتصالات

روسیې د اوکراین څلور اشغال کړې سیمې رسماً خپلې خاورې پورې وتړلې 


په کرملین کې دروسیې سره د اوکراین د اشغال شویو سیمو د الحاق مراسم
په کرملین کې دروسیې سره د اوکراین د اشغال شویو سیمو د الحاق مراسم

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د جمعې په ورځ سپتمبر ۳۰ (تلې ۸) په رسمي توګه د اوکراین هغه څلور سیمې چې د روسیې پوځ نیولي، د روسیې د خاورې برخه وبللې او د اوکراین جګړه یې یوې نوې، نه اټکل کیدونکې مرحلې ته داخله کړه.

ښاغلي پوتین په هغو مراسمو کې چې د روسیې په سلګونو مشهورو شخصیتونو په کې برخه اخیستې وه وویل: "دا د ملیونونو خلکو اراده ده. هغه خلک چې په لوهانسک، دونتسک، خرسون او زاپوریژیا سیمه کې ژوند کوي د تل لپاره زموږ هیوادوال کیږي."

په هغو مراسمو کې چې کیف هغه «د کرملین یوه عجیبه ننداره» بللې، پوتین د څلورو اشغال شویو سیمو له مشرانو سره د یو تړون له لاسلیکولو مخکې په خپله ۳۷ دقیقه ییزه وینا کې لویدیځ په استعماري اقداماتو تورن کړ.

دا مراسم د روسیې له خوا د پلان شوې ټولپوښتنې له پای ته رسېدو څخه درې ورځې وروسته ترسره شول. په دغه ټولپوښتنه کې، چې لويديځ يې «شرمناک» بولي، د نيول شويو سيمو له اوسېدونکو وپوښتل شول، چې آيا دوی غواړي د دوی سيمې له روسيې سره يو ځای شي او که نه. د مسکو په وینا، ۹۹ په سلو کې خلکو د روسیې سره یوځای کیدو ته لیوالتیا څرګنده کړې ده.

اوکراین او لوېدیځو هېوادونو ویلي چې دغه ټولپوښتنه غیر قانوني، په درغلۍ او د وسلو په زور ترسره شوې ده.

د دونتسک، لوهانسک، خرسون او زاپوریژیا سیمې چې روسیې له ځان سره الحاق کړې، د اوکراین د خاورې شاوخوا ۱۵ سلنه جوړوي او له کریمیا سره چې په ۲۰۱۴ کال کې یې له اوکراین څخه ونیوله، اوس روسیه د اوکراین پر ۲۲ سلنه خاوره دعوه لري.

ولادیمیر پوتین د پنجشنبې په ورځ سپتمبر ۲۹ د اوکراین د دوو سیمو، خرسون او زاپوریژیا خپلواکي په رسمیت وپیژندله.

د روسیې ولسمشرۍ ماڼۍ د یو بیان په خپرولو د پوتین له قوله ویلي: "ما د اوکراین په جنوب کې د زاپوریژیا او خرسون د حاکمیت او خپلواکۍ په رسمیت پېژندلو امر صادر کړی دی."

تر دې مخکې، د فبرورۍ په ۲۱مه، پر اوکراین د پوځي یرغل درې ورځې وړاندې روسیې د اوکراین په ختیځ کې د لوهانسک او دونتسک سیمې د خپلواکو هېوادونو په توګه په رسمیت پېژاندلې وې.

اوکراین، امریکا او د ملګرو ملتونو عمومي منشي ویلي چې د الحاق مراسم قانوني ارزښت نه لري.

د امریکا ولسمشر جوبایډن د پنجشنبې په ورځ وویل چې امریکا به هیڅکله د اوکراین د ځمکنۍ بشپړتیا په اړه د روسیې ادعاوې په رسمیت ونه پیژني.

د ملګرو ملتونو سرمنشي د پنجشنبې په ورځ سپتمبر ۲۹ خبرداری ورکړ، چې که روسیه د څلورو سیمو د یوځای کولو پلان ته دوام ورکړي، دا به د "خطرناک اورپکۍ" لامل شي.

انتونیو ګوتریش په دې خبرې سره چې د مسکو دا ډول اقدام به په سیمه کې د سولې هڅې له خطر سره مخامخ کړي، خبریالانو ته وویل: "د اوکراین د دونتسک، لوهانسک، خرسون او زاپوریژیا سیمو د الحاق هر ډول پرېکړه به قانوني ارزښت ونه لري او باید وغندل شي."

کرملین د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د الحاق شویو سیمو په هره برخه برید به پخپله د روسیې په وړاندې د تیري په توګه وګڼل شي.

دا پداسې حال کې دي په اوکراین کې په سلګونو روسي پوځیان د جمعې په ورځ سپتمبر ۳۰ (تلې ۸) د هغوی په یو عمده اډه کې د اوکرایني ځواکونو له خوا پداسې حال کې محاصره شوي، چې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوکراین د اشغال شویو سیمو یو ځای کول اعلان کړل.

د اوکرایین په دونیڅک ولایت کې روس پلوه مشر دا منلي چې د هغه ځواکونو د لیمان ښار په شمال او ختیځ کې د یامپیل او دوبریشیف کلیو بشپړ کنټرول له لاسه ورکړی او په شمالي دونیڅک کې د مسکو عمده پوځي مرکز "نیم محاصره شوی" دی.

د اوکراین د جلاغوښتونکو روس پلوه مشر ډینس پوشیلین وویل، د اوکراین پوځ "په هره بیه هڅه کوي چې زموږ تاریخي مراسم خراب کړي". هغه د روسیې سره د اوکراین د اشغال شویو سیمو د الحاق مراسمو ته اشاره کوله چې ټاکل شوې نن د جمعې په ورځ په کرملین کې یې له پوتین سره یوځای ترسره کړي.

ډینس پوشیلین زیاته کړه: "دا خورا ناخوښ خبر دی، مګر موږ باید وضعیت ته په دقت سره وګورو او له خپلو تېروتنو څخه نتیجه واخلو."

د اوکرایین پوځ ویلي تر هغه چې وضعیت ارام شوی نه وي جزئیات نه په ډاګه کوي، خو وایي په سیمه کې د روسي ځواکونو د محاصره کولو لپاره عملیات روان دي.

په ختیځ کې د اوکرایني ځواکونو یوه ویاند سرهي چیریواتیي وویل، «د دښمن ټولې لارې او لوژیستیکي لارې، چې له لارې یې دوی ته مهمات او ځواک رسول، په حقیقت کې د اوکراین د پوځ تر کنټرول لاندې دي.»

XS
SM
MD
LG