د لاس رسي وړ اتصالات

اوکراین هند ته: له روسیې نه تیل مه اخلئ؛ هند: اروپا یې ولې اخلي؟  


د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر نن د ډسمبر په شپږمه (لیندۍ ۱۵) د هند له خوا د روسیې د تیلو د پېرلو زیاتوالی غندلی او هغه یې له "اخلاقي پلوه نامناسب" بللی دی.

ډیمیټرو کولیبا د هند له NDTV سره په مرکه کې وویل، له روسیې څخه د تیلو پیر د توجیه کولو دپاره د نوي ډهلي دا استدلال "په بشپړ ډول غلط" دی چې وایي اروپایان هم له روسیې څخه تیل اخلي.

تیره ورځ د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس جی شنکر د روسیې څخه د تېلو د پېرلو دفاع وکړه او وویل سره له دې چې اروپا غواړي د روسیې پر تېلو او ګازو خپله تکیه کمه کړي، د اروپایي هېوادونو وارداتو د هند پر وارداتو اغېز کړی.

جی شنکر زیاته کړه چې د اروپایي هیوادونو لخوا د منځني ختیځ څخه د تیلو اخیستل د هند لپاره د تیلو بیه لوړه کړې او هند اړ دی چې له روسیې څخه تیل واخلي.

هند پخوا د خپلو تیلو ډیره برخه له منځني ختیځ څخه اخیستله.

خو اوکراین ادعا کوي چې نوی ډهلي له روسیې څخه تیل د اروپایانو په خاطر نه، بلکې د ټیټې بیې له امله اخلي چې د اوکراین د خلکو کړاو او درد په کې نغښتی دی.

د راپورونو له مخې، د روان کال په فبرورۍ میاشت کې پر اوکراین د روسیې له پوځي یرغل وروسته، هند د روسیې د تېلو پېر شپږ چنده زیات کړ، چې مسکو اوس هند ته د خامو تېلو تر ټولو لوی پلورونکی هېواد دی.

د هند حکومت ویلي چې د دې هیواد د میلیونونو بې وزلو اتباعو سره د مرستې په خاطر چې د انفلاسیون له امله د معیشت لپاره مبارزه کوي د ارزانه تیلو اخیستو پرته بله چاره نه لري.

هند او روسیه له سړې جګړې راهیسې نږدې متحدین دي او مسکو د هند د وسلو تر ټولو لوی تمویلونکی هم دی.

XS
SM
MD
LG