د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه کې دننه یو اوکراینی ډرون ویشتل شوی؛ پاتې شونو یې درې تنه وژلي


اوکرایني سرتیري د دونیتسک په سیمه کې د باخموت د ځمکې لاندې قوماندې مرکز څخه د بې پیلوټه الوتکې فعالیت څاري
اوکرایني سرتیري د دونیتسک په سیمه کې د باخموت د ځمکې لاندې قوماندې مرکز څخه د بې پیلوټه الوتکې فعالیت څاري

د روسیې خبري اژانسونو د دوشنبې په ورځ ډسمبر ۲۶ (مرغومي ۵) ویلي چې د روسیې د هوايي دفاع ځواکونو د اوکراین یوه بې پیلوټه الوتکه د روسیې په جنوب کې یوې هوايي اډې ته نژدې نسکوره کړه، خو پاتی شونو یې درې تنه وژلي دي.

دا په روانه میاشت کې د روسیې د انګلز پر اډې دوهم برید و. د انګلز اډه، د جنوبي سراتوف په سیمه کې، له اوکراین څخه څه دپاسه ۶۰۰ کیلومتره لرې موقعیت لري.

د تاس خبري اژانس د روسیې د دفاع وزارت په حواله راپور ورکړی چې د "دسمبر په ۲۶مه د مسکو پر وخت د ماسپښین په ۱:۳۵ بجو د اوکراین یوه بې پیلوټه الوتکه په ټیټه ارتفاع کې په داسې حال کې وویشتل شوه چې د ساراتوف په سیمه کې د انګلز پوځي هوايي ډګر ته نږدې کیدله. "

د روسیې د دفاع وزارت زیاته کړې چې "د بې پیلوټه الوتکې د نسکوریدو په پایله کې، درې روسي تخنیکي سرتیري چې په هوایي ډګر کې وو، مرګوني ټپیان شول." خو دې وزارت ویلي، چې په هوایي ډګر کې هیڅ یوې الوتکې ته زیان نه دی اوښتی.

د ساراتوف والي رومن بوسارګین ویلي دي چې د سیمې ملکي اوسیدونکو ته "مطلقا کوم ګواښ نشته" او زیاته کړې یې ده چې ملکي تاسیساتو ته هم کوم زیان ندی رسیدلی.

د ډسمبر په پنځمه، مسکو ویلي وو چې اوکرایني بې پیلوټه الوتکو د ریازان په سیمه کې د انګلز هوایی ډګر او یوې بلې اډې کې چاودنې رامنځته کړي دي. خو کیف تر اوسه ددغو پېښو په اړه څه نه دي ویلي.

روسیې تر دې مخکې هم پر اوکراین په خپله خاوره او له مسکو سره په تړل شوي کریمیا ټاپوزمه باندې د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو پړه اچولې وه.

XS
SM
MD
LG