د لاس رسي وړ اتصالات

د ملګرو ملتونو موسسې په افغانستان کې پاته کیږي


د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر ویلي چې په افغانستان کې په میلیونونو افغانانو ته د مرستو رسولو په خاطر چې په هیواد کې یې طالبان د برلاسي کیدو په حال کې دي په دې هیواد کې پاته کیږي.

دا پداسې حال کې دي چې د طالبانو له خوا د افغانستان د اکثرو ولایتونو له نیولو وروسته ددغو ولایتونو یو شمیر اوسیدونکي له خپلو مینو بیځایه شوي او لمنو ساحو ته په ځانګړې توګه کابل ته یې مخه کړې ده.

د ملتونو د بشري مرستو د استازولیو د همغږۍ د دفتر (OCHA) ویاند ینس لیارکي وایي چې ملګرو ملتونو په تیرو ۷۰ کالو کې پرته له وقفې په افغانستان کې کار کړی او لاهم پدې هیواد کې فعالیت ته دوام ورکوي.

ښاغلي لیارکي وویل چې ملګري ملتونه په افغانستان کې د خپلو نړیوالو او محلي کارکوونکو د امنیت په اړه اندیښنه لري او له نژدې اوضاع څاري چې هغوی په امن کې وي.

هغه وویل سره له دې چې حالات په بیړه د بدلیدو په حال کې دي «خو مونږ هلته پاته کیږو او افغانانو سره به مرسته وکړو.

د افغانستان په برخه کې د ملګرو ملتونو ۷۲۰ ماموین کار کوي چې ددې جملې څخه ۳۰۰ یې په افغانستان کې دي.

په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د همغږۍ دفتر د اکثر بشري مرستو هم آهنګي کوي چې د ملګرو ملتونو د ۱۵۶ موسسو او غیر دولتي موسسو له خوا په روان کال کې اته میلیون افغانانو ته برابرې شوي.

د جګړې په شدت او د افغانستان په اکثرو ولایتونو کې د طالبانو د پرمختګ په نتیجه کې په سلګونو زرهع افغانان له خپلو کورونو څخه بیځایه شوي دي. ملګرو ملتونو ویلي چې اوس په زرګونو بیځایه شوي خلک د کابل په لور روان دي.

پدې ترڅ کې نړیوال غذایي پروګرام رپوټ ورکړی چې د میلیونونو کسانو سره چې پخه افغانستان کې له لوږې سره مخامخ دي خپلو پروګرامونو ته دوام ورکوي.

XS
SM
MD
LG