د لاس رسي وړ اتصالات

روسیې پر افغانستان د ملګرو‌ ملتونو د بیړنۍ غونډې خبر ورکړ 


د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی وايي چې مسکو له نورو هېوادونو سره په ګډه هلې ځلې کوي چې د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا غړي پر افغانستان غونډه وکړي.

د روسیې ځانګړي‌ استازي ضمیر کابلوف وایي چې مسکو به په کابل کې خپل سفارت نه خالي کوي‌ ځکه د هغه په خبره طالبانو روسیې او نورو هېوادونو ته ډاډ ورکړی دی چې په افغانستان کې به دپلوماتیک ماموریتونه مصئون وي.‌

دا په داسې حال کې دي چې طالبان د کابل په شاوخوا کې دي او دغې ډلې ویلي دي د واک د سوله ایز انتقال پورې به په زوره د کابل ښار ته نه داخلیږي.

په همدې حال کې ولسمشر محمد اشرف غني او نورو امنیتي چارواکو د کابل ښاریانو ته ډاډ ورکړی دی چې امنیت به یې تامین وي.

په همدې حال کې د روسیې پارلمان د بهرنیو اړیکو د کمیسیون مشر لیونید سلوتسکي‌ ویلي‌ دي چې د افغانستان روان وضعیت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا «بېړنۍ مداخلې» ته اړتیا لري چې د «بشري ناورین» مخه ونیول شي.

اخوا راپورونه وايي چې د کابل څخه یو لوړ پوړی پلاوی قطر ته تللی دی چې د واک د انتقال په څرنګوالي له طالبانو سره خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG