د لاس رسي وړ اتصالات

اقتصادي ستونزې او د کابل ښاریانو مظاهره 


مظاهره کوونکي د نوي کابل بانک مخې ته راټول شوي وو
مظاهره کوونکي د نوي کابل بانک مخې ته راټول شوي وو

لسګونو کسانو نن شنبه اګست ۲۸ (وږي۶) د کابل په ښار کې د بانکونو او صرافیو د تړلو کېدو په ضد مظاهره وکړه.

اعتراض کوونکي د «نوي کابل بانک» مخې ته راټول شوي وو او شعار یې ورکاوه چې «له اسلامي امارت» څخه «خپل حق» غواړي.

شاوخوا دوې اونۍ مخکې طالبانو کابل ونیوه او له هماغه راهېسې بانکونه او په افغانستان کې د اسعارو د تبادلې لوی مرکز «سرای شهزاده» تړل شوي دي.

په همدې حال کې په افغانستان کې دوو مشهورو بانکونو «نوي کابل بانک» او «عزیزي بانک» ویلي چې د بانکونو خلاصېدل یې « د افغانستان بانک» په فعالیت پورې تړلي دي.

د «نوي کابل بانک» په اعلامیې کې ویل شوي: «د نوي كابل بانک ټولو درنو پېرودنکو ته خبر ورکول کېږي چې په هېواد کې د ټولو بانکونو بانکي فعالیتونه او سیستم د افغانستان بانک فعالیت پورې تړلي دي.»

عزیزي بانک هم په خپل فیسبوک کې همداسې یوه اعلامیه خپره کړې ده. د دغو بانکونو په اعلامیو کې ډاډ ورکړل شوی دی چې «د افغانستان بانکد فعالیت د پیل سره سم به» دوی په کابل او ولایتونو کې خپلې څانګې بېرته پرانیزې او کارونه به پیل کړي.

طالبانو څو ورځې مخکې د «مولوي عبدالقاهر» په نامه یو کس د «افغانستان بانک» مشر وټاکه. دا خبر د افغانستان بانک په رسمي فیسبوک کې خپور شوی دی.

مولوي عبدالقاهر «په افغانستان بانک کې د کار او خدمت پر پیل خوښي وښوده او ژمنه یې وکړه چې په هېواد کې به د مالي او بانکي چارو د لا پیاوړتیا په موخه په پوره امانتدارۍ سره کار کوي.»

«مولوي عبدالقدیر» او «مولوي نور احمد اغا» د افغانستان بانک د مرستیالانو په توګه ګمارل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانیو ارزښت هم ډېر لویدلی دی او د خوراکي‌ موادو قیمتونه هم لوړ شوي دي او خلک له یو لړ اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي.‌

بل لوري ته نړیوال بانک د سه شنبې په ورځ اګست ۲۴د افغانستان د وضعیت تر ارزولو وروسته پریکړه وکړه چې له هغه هیواد سره خپل پولي پرداختونه او د فعالیتونو تمویل بندل کړل.

بهرنیو مرسته کوونکو هېوادونوهم اعلان کړی چې د لنډ وخت لپاره له افغانستان سره خپلې مالي مرستې بندوي.د امریکا متحده ایالتونو د افغانستان د مرکزي بانک میلیاردونه ډالر شتمنۍ،‌ چې د نیویارک د فدرال د زیرمو په بانک کې دي، ګنګل کړي دي.

د پېسو نړیوال صندوق هم ۴۵۰میلیون ډالر چې ټاکل شوې وه افغانستان ته ولېږدول شي، ځنډولي دي.جرمني‌ هم اعلان کړی دی چې د هغو ۳۰۰میلیون ډالرو ورکول یې ځنډولي چې ټاکل شوې وه افغان حکومت ته وسپارل شي.

XS
SM
MD
LG