د لاس رسي وړ اتصالات

ډبلیو ایچ او: افغانستان د صحي توکو له کمښت سره مخامخ دی


افغانستان له روغتیايي ستونزو سره مخامخ دی
افغانستان له روغتیايي ستونزو سره مخامخ دی

د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې په څو ورځو کې به افغانستان د درملو او نورو صحي توکو له کمښت سره مخامخ شي.

دغه سازمان پرون جمعه د اګست ۲۷ ( وږي ۵) وویل چې د لومړنیو طبي مرستو بستې، د روغتونونو لپاره عاجل مواد او په افغانستان کې د ماشومان د خوار ځواکۍ لپاره کارېدونکي درمل تر هر څه مخکې ژر په کار دي. د ملګرو ملتونو دسازمان د معلوماتو له مخې په افغانستان کې ۱۸ میلیونه خلک په بهرنیو مرستو بسیا دي.

د روغتیا د نړیوال سازمان د سیمه ایزو بیړنیو حالاتو مدیر ریک برینن وویل چې په افغانستان کې د ایټالیا ایمرجنسي روغتون د لومړنیو طبي مرستو د توکو له کمښت سره مخامخ دی.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې هفتې د پنجشنبې په ورځ د کابل په هوايي ډګر کې ځانمرګي برید سلګونه کسان ووژل او ټپیان کړل.

هغه زیاته کړه چې حد اقل تریوې هفتې پورې به د کابل هوايي ډګر د صحي توکو د انتقال لپاره برابر نه وي‌.

د روغتیا د نړیوال سازمان دغه چارواکي زیاته کړه چې د افغانستان ملکي هوايي چلن اوس فعال نه دی، خو له پاکستاني چارواکو سره د مزارشریف د هوايي ډګر په هکله کار دوام لري.

دغه سازمان ویلي چې د پاکستان د هوايي چلن اداره به د هوايي‌ ترانسپورت اسانتیا برابره کړي او د روغتیا نړیوال سازمان به د اړتیا وړ لوژستیکي مواد تنظیم کړي.

داپه داسې حال کې ده، چې د پنجشنبې د ورځې له چاودنې وروسته افغانستان ته د کېدونکو الوتنو د روغتیايي بیمو نرخ په بیساري ډول لوړ شوی.

خو دغه سازمان ویلي چې د پورته ذکر شوې ستونزې باوجود، په افغانستان کې د روغتیايي تاسیساتو شاوخوا ۹۷ فیصده فعال دي.

XS
SM
MD
LG