د لاس رسي وړ اتصالات

د ټولنیز عدالت نړیواله ورځ؛ افغانې ښځې د طالبانو په نظام کې له بې عدالتۍ شکایت کوی 


د فبرورۍ شلمه په نړۍ کې د ټولنیز عدالت د نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کیږي. په افغانستان یو شمیر افغانان په ځانګړي ډول ښځې او ځوانان په ټولنه کې د بې عدالتۍ څخه شکایت کوي.

یو شمیر نجونو او ښځو امریکا غږ سره په مرکو کې ویلي چې په تیرو څه باندې ۱۸ میاشتو کې یې د تعلیم او کار په ګډون په ټولنه کې ډیر حقونه له لاسه ورکړي دي.

دغو نجونو او ښځو وویل، چې په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمن کیدو دمخه هم د نجونو او ښځو پر وړاندې ډیر محدودیتونه موجود وو او دوی په دغسې وضعیت کې د ستونزو په ګاللو سره زده کړې وکړې او هیله یې لرله چې زده کړې به بشپړې او یو نوی ژوند به پیل کړي، خو دا کار ونشو.

دریو تنو نجونو، چې په پوهنتونونو کې له زده کړو محرومې شوي امریکا غږ ته وویل، چې دوی تمه نلرله، چې افغانستان کې د نظام بدلون به ښځو او نجونو ته دومره کړاونوله ځان سره ولري.

یوې محصلې د نوم د نه ښودلو په شرط وویل: "مونږ دې ته اندیښمن یو ځکه دلته له ښځو حق اخیستل کیږي، د مکتب څخه منع شوې د پوهنتون څخه منع شوې د ښځو په دولتي ادارو کې د دندو اجازه نشته. نو مونږ غواړو، چې پوهتونونه خلاص کړي، چې مونږ خپلې زده کړې وکړو زمونږ د زده کړو مخه دې نه نیسي."

یوې بلې محصلې، چې تازه یې سږکال د کانکور په ازموینه کې ګډون کړی و او کامیابه شوې هم ده، امریکا غږ سره په خبرو کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې د طالبانو حکومت سره دې د ښځو په مسلو خبرې وکړي. دغې محصلې وویل: "مونږ په نړیوالو سازمانونو باندې غږ کوو، چې په طالبانو باندې فشار راوړي او د نجونو پرمخ دې پوهتونونه او ښوونځي پرانیستل شي."

یوې بلې فعالې د طالبانو له مشرتابه څخه وغوښتل، چې د ښوونځیو او پوهنتونونو د تړلو په اړه دې په خپله پریکړه له سره غور وکړي: "دا بیخې ظالمانه پریکړه ده او مونږ د طالبانو څخه بیا هم هیله لرو او ورڅخه غوښتنه کوو، چې لطفآ د نجونو پرمخ پوهنتونونه او ښوونځي پرانیځئ ترڅو هغوی خپلو زده کړو ته دوام ورکړي. په دې هیواد کې چې نجونې مخکې له څومره ستونزو څخه کړیدلي دي څومره ستونزې یې ګاللي دي نو له دې وروسته دومره ستونزې پرهغوی باندې مه راولئ."

د ټولنيز عدالت نړيواله ورځ د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۷ ميلادي کال کې د نړۍ د هېوادونو له خوا ومنل شوه او پرېکړه وشوه چې دا ورځ به هر کال د فبروری په شلمه نمانځل کېږي. دا ورځ د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۹ کال کې په رسمي توګه ولمانځل شوه.

دا نړیواله ورځ په ټولنه کې د بې عدالتۍ پر وړاندې د غږ د اوچتولو په هدف د عدالت او د فقر او ټولنیز تبعیض له منځه وړلو په اړه د خبریتا د زیاتولو لپاره نمانځل کېږي.

د ښځو د حقونوفعالانې په افغانستان کې د ناسم بشري وضعیت او د جنسیتي تبعیض په برخه کې نړیواله ټولنه هم ملامتوي او یو شمیر فعالانې په دې نظر دي، چې دا د نړیوالې ټولنې مسولیت دی، چې په دغه هیواد کې د جنسیتي تبعیض په ګډون د تبعیض د ټولو ډولو پر خلاف افغانانو سره مرسته وکړي.

د ښځو د حقونو یوه فعاله رقیه ساعي وايي، چې نړیواله ټولنه باید افغانستان کې د یو ټولشموله حکومت د جوړولو له لارې د تبعیض په له منځه وړلو کې مرسته وکړي: "یو ټولشموله حکومت جوړ شي قومي، نژادي، مذهبي او ژبنی تبعیض وجود ونلري او د افغانستان د خلکو هیڅ یو یې څنډې ته ټیل نه وهل شي او ټول په سوله ثبات کې ژوند وکړي".

په افغانستان کې په څه باندې یو نیم کال کې د افغانانو اقتصادي ستونزې زیاتې شوي، چې ورسره په نړیوالو مرستو د خلکو اتکا هم زیاته شوې ده.

د ملګروملتونو د یو راپور له مخې سږکال څه باندې ۲۸ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري. خو د طالبانو حکومت چارواکي وايي، چې د دوی حکومت اصلآ په تبعیض باندې باور نلري او د اسلامي عدالت په چوکاټ کې د ښځو د شرعي حقوقو په ګډون د ټولو افغانانو د حقونو د تامین هڅه کوي.

د طالبانو حکومت ادعا کوي، چې افغانستان کې د تیرو څلورو لسیزو ناخوالې پاې ته رسیدلي او ددغه هیواد ټول اوسیدونکي د یو نظام تر چتر لاندې پرته د هرډول ډار او ویرې ژوند کوي او د طالبانو حکومت هم د هغوی حقونو خوندیتوب ته ژمن دی.

XS
SM
MD
LG