د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د روان وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو اندیښنه


د ملګرو ملتونو ویاند ستیفن دوجاریک د پنجشنبې په ورځ (اګست ۱۲) په نیویارک کې د خبرو پرمهال وویل چې د ملګرو ملتونو سرمنشي په افغانستان کې د جګړو په زیاتیدو او د خلکو په بیځایه کیدو ژوره اندیښنه لري.

هغه زیاته کړه: "موږ په ځانګړې‌ ډول ښاري سیمو ته د جګړو په غځیدو اندیښنه لرو، چیرې چې ملکي افرادو ته د زیان رسیدو ډیر امکان شته."

ښاغلي دوجاریک زیاته کړه:" د ملګرو ملتونو سرمنشي په کندهار او هرات کې د جګړو په ګډون د افغانستان تحولات تعقیبوي."

د ملګرو ملتونو دغه چارواکي وویل هیله من دي چې روانه اوونۍ په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو د استازو او همدارنګه د سیمه ایزو او نړیوالو نماینده ګانو په ګډون په خبرو کې د بحث او خبرو اترو له لارې د جګړې د ختمیدو لپاره توافق ته لار پرانیستل شي.

د ملګرو ملتونو ویاند وویل دوی په دوحه کې له طالبانو سره په خبرو بوخت دي او اوس هم باور لري چې د سیاسي حل لاره موجوده ده.

د ښاغلي دوجاریک په وینا، دا په دې معنی نده چې هغوی د هغه څه په اړه چې په افغانستان کې روان دي پټې سترګې دي.

ملګري ملتونه وایي ګڼ شمیر خلکو له جګړو څخه د خوندي‌ پاتې کیدو په هدف کابل او نورو سترو ښارونو ته مخه کړې ده او اوسمهال ۱۸.۴ میلیونه خلک بشري مرستو ته ضرورت لري چې یوازې سږ کال ۳۹۰ زره کسان بیځایه شوي دي.

ملګري ملتونه وایي چې بشري مرستندویه سازمانونه به په افغانستان کې خپل کار ته دوام ورکړي.

ملګري ملتونه په داسې حال کې په افغانستان کې د جګړو د زیاتیدو او د خلکو په بیځایه کیدو اندیښنه ښيي چې طالبانو په وروستیو څو ورځو کې د یو شمیر مهمو ولایتونو مراکز نیولي دي چې په وروستیو مواردو کې د غزني او هرات ښارونه هم طالبانو له خوا ونیول شول.

XS
SM
MD
LG