د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان: ملګري ملتونه دې د جګړې د ژر ودرولو په اړه فیصله وکړي


افغانستان له ملګرو ملتونو څخه غوښتي چې د امنیت شورا په فوق‌العاده غونډه کې د افغانستان د روان وضعیت د ښه‌والي په تړاو اغیزمنې فیصلې وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد د پنجشنبې په ورځ د اګست پنځمه (زمري ۱۴) خبریالانو ته وویل چې د جمعې په ورځ د اګست په شپږمه (زمري ۱۵) د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا فوق‌العاده غونډه د دغه هېواد د ترینګلتیا په اړه د نړۍ د پاملرنې ښکارندويي کوي.

هغه وویل د افغانستان حکومت تمه لري ترڅو په دې غونډه کې په هغو مسایلو باندې تصمیم ونیول شي چې په عملي توګه د افغانستان د اوسني وضعیت پر ښه‌والي او د سولې او ټيکاو پر ټینګېدو باندې مستقیم اغیز ولري.

ښاغلي هېواد زیاته کړه: "په دې سلسله کې موږ تمه لرو چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د طالبانو د حملو د عاجل توقف لپاره، د تاوتریخوالي د درېدلو لپاره، د هغه بشري حقونو ناورین چې د طالبانو د عملیاتو په نتیجه کې رامنځ ته شوی د هغه مخه ونیسي".

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل افغان حکومت د ملګرو ملتونو د امنیت له شورا څخه تمه لري چې داسې تصمیم ونیسي چې سولې ته د رسېدلو لپاره د مذاکراتو روان بهیر چټک کړي ترڅو افغانان ژر د سولې توافق ته ورسېږي.

همداشان افغانستان له ملګرو ملتونو څخه غوښتي چې له افغان ځواکونو څخه د هوايي ملاتړ په ګډون د افغان حکومت د راتلونکو شپږ میاشتو امنیتي پلان څخه ملاتړ وکړي ترڅو د افغانستان په روان وضعیت کې د بدلون او ثبات لامل شي.

دوه روځې وړاندې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په افغانستان کې له ځنډ پرته د تاوتریخوالي د پای ته رسولو غوښتنه وکړه. د دغې شورا غړو په افغانستان کې د بشري حقونو د جدي نقض په تړاو رپوټونه د اندېښنې وړ وبلل.

XS
SM
MD
LG