د لاس رسي وړ اتصالات

ګوتیریش: میرمنې په نړیوالو جګړو کې د سولې د خبرو لپاره "ضروري" دي


د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونيو ګوتیریش
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونيو ګوتیریش

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیرش د چهار شنبې په ورځ جون ۱۵ (غبرګولي ۲۵) وویل چې نارینه باید په نړۍ کې د سولې له خبرو څخه د میرمنو لیرې کیدل ودروي.

نوموړي خبرداری ورکړی چې پر اوکراین د روسیې د برید په شان جګړو کې وضعیت مخ په خرابیدو دی.

ښاغلي ګوتیریش څرګنده کړه، له اوکراین څخه نیولې بیا تر افغانستان او له میانمار څخه بیا تر مالي پورې د سولې په خبرو کې د میرمنو نشتون ښکاره کوي چې "د قدرت د تعادل نشتون او دوامداره مردسالاري څنګه موږ ته ماته راکوي."

د ملګرو ملتونو عمومي منشي د امنیت شورا یوې ځانګړې غونډې ته وویل، دا کار ددې لامل کیږي چې نارینه په واک کې پاتې شي، میرمنې لیرې شي او د هغوی حقونه او آزادي ګانې په قصدي توګه په نښه شي.

ښاغلي ګوتیریش زیاته کړه د معنداره سولې د رامنځ ته کیدو لپاره په ټولو برخو کې د مساوي ګدون لپاره د میرمنو حقونه ضروري دي.

نوموړي وویل پر اوکراین د روسیې برید ددې لامل شوی چې په میلیونونه میرمنې او ماشومان له خپل هیواد څخه ووځي او هغوی د قاچاق او د ګټې اخیستنې له بیلابیلو ډولونو له لوړ خطر سره مخ شي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي وویل:‌" هغه میرمنې چې نغواړي ووځي، د صحي خدماتو او ټولنیز ملاتړ په لومړۍ کرښه کې کار کوي."

ګوتیرش زیاته کړه په ډیرو هیوادونو کې په قدرت کې نارینه وو هڅه کړې ده چې میرمنې له صحنې لري کړي. هغه افغانستان ته په اشارې وویل کابو ۲۰ میلیونه افغان میرمنې او نجونې خاموشه شوي او له صحنې لرې شوي‌ دي.

هغه زیاته کړه، په میانمار کې میرمني نشي کولی په ښکاره ځانونه څرګندې کړي او د سیاسي مشارکت لپاره لار نلري.

د ملګرو ملتونو دغه لوړپوړي چارواکي همدارنګه زیاته کړه چې په مالي کې پرله پسې نظامي کودتاوې ددې لامل شوي چې میرمنې نورې هم بیوزلې او څنډې ته شي، هغه ځای چې تندلارې پکې ستر تهدید ګڼل کیږي.

ددې راپور په جوړیدو کې د فرانسې خبري آژانس له موادو کار اخیستل شوی دی

XS
SM
MD
LG