د لاس رسي وړ اتصالات

د تخلیې پر مهال برتانیې ته وړل شوې افغانې کډوالې له ستونزو سر ټکوي


د بشري حقونو د څار اداره وایي تر اتو میاشتو وروسته چې ګڼ شمیر افغان پناه غوښتونکي د افغانستان څخه ایستل شوي، لا هم د بریتانیې په هوټلونو او د اوسیدنې په موقتي کورونو کې ژوند کوي.دې ادارې ویلي چې په موقتي کورونو کې د خلکو ګڼه ګوڼه ډیره ده او په ځانګړې توګه یې د میرمنو لپاره ډیرې ستونزې پیدا کړي.

د بشري حقونو د څار په ادارې کې د میرمنو د حقونو یوې څیړونکې سحر فطرت وویل، " د هغو افغان میرمنو سره مرکې شوې د افغانستان څخه د ایستل کیدو په خاطر منندویې دي. خو هغوي د افغانستان څخه تر وتلو وړاندې او د وتلو پر وخت د غټ ټکان سره مخ شوي او اوس داسې شرایطو سره مخ دي چې د هغوي په ذهنونو یې ناوړه اغیزه کړې".

یو شمیر افغانې کډوالې میرمنې چې د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې راپدیخوا د لندن په ښار کې موقتي ژوند کوي د بشري حقونو د څار ادارې سره په مرکو کې ویلي چې په کورنیو کې یې د زور زیاتي پیښې ډیرې شوي او دا خبرداري یې هم ورکړي چې په ګرځیدو راګرځیدو یې محدودیتونه لګیدلي دي.

د بشري حقونو د څار ادارې پدې راپور کې چې پنجشنبه مې ۱۲ (غوایي۲۲) خپور شوی ویل شوي چې د افغان کډوالو د دې ناوړه وضعیت په هکله خپلې اندیښنې په یو لیک کې د بریتانیې د کورنیو چارو، کډوالو چارو او نورو اړوندو ادارو سره شریکې کړي او پدې هکله یې هم معلومات تر لاسه کړي چې حکومت د دې ستونزو حل پروګرامونه لري.

خو په راپور کې دا هم ویل شوي چې د دې راپور تر خپریدو پورې د بریتانیې حکومت د هغوي اندیښنو ته ځواب ندی ویلی.

د افغانستان څخه د تخلیې د بهیر په ترڅ کې شاوخوا ۱۸ زره کسان بریتاینې ته لیږدول شوي چې تر ۶ زرو ډیر یې پخپله د بریتانیې اوسیدونکي و. د ګارډین ورځپاڼې په یو راپور کې ویل شوي چې څه باندې ۱۲ زره افغان کډوال په بریتانیې کې په موقتي کورونو کې اچول شوي چې تر اوسه هم په همدې کورونو کې دي او ډیرې داسې کورنۍ شته چې یوازې په یوې کوټې کې ګوزاره کوي.

د بشري حقونو د څار اداره وایي د بریتانیې حکومت باید هر څومره ژر چې کیږي دې خلکو ته د اوسیدو ځای او نور اړوند خدمات برابر کړي.

یوې افغانې پناه غوښتونکې د بشري حقونو ادارې ته په مرکې کې ویلي، " د هوټل خونه تل د هوټل خونه وي او هیڅکله کور نشي کیدی".

یوې بلې میرمنې چې په بریتانیې کې د ځای پر ځای کېدو د پڅ بهیر څخه یې سر ټکاوه وویل، " د لنډ وخت لپاره د لندن په هوټلونو کې ژوند کول ښه دي خو نه د ۷ میاشتو لپاره. مونږ د ورځين ژوند، شخصي حریم، کور او په خپلواکه توګه د ژوند د لارو چارو سمبالول د لاسه ورکړي".

دغو میرمنو په مرکو کې ویلي چې د اوسیدو په موقتي ځایونو کې د شخصي حریم د نشتوالي له کبله آرامه ندي او د زیات فشار له کبله په کورونو کې د تاوتریخوالي پیښې ډیرې شوي.

د بشري حقونو ادارې پرته لدې چې د یوې افغان میرمنې نوم واخلي پدې هکله په راپور کې لیکلي، " یو خاوند په هوټل خپله میرمن ووهله او کله چې هغې غوښتل پدې هکله مسؤلینو ته خبر ورکړي، یو شیمر کسانو چې په همدې هوټل کې یې ژوند کاوه، د هغې مخه ونیوله او دا یې ورته وویل چې ناوړه عواقب به ولري".

پدې راپور کې د افغان میرمنو له خولې ویل شوي چې د پیسو او ټولنیز ملاتړ د کموالی پدې معنی چې ډیرې میرمنې داسې فکر کوي چې ګواکې هغوي په یوې کوټې کې بندي دي.

د بریتانیا د کورنیو چارو د وزارت په یوې اعلامیې کې چې د ۲۰۲۱ کال د ډسمبر ۲۳(مرغومي۲) ددې وزارت په ویب سایټ کې خپره شوې ویلي و چې "د افغانانو د ځای پر ځای کولو پروګرام "چې دې هیواد پیل کړې" په نړۍ کې د خپل ډول تر ټولو هیله بخښونکی پروګرام دی".

هغه افغانان چې په افغانستان کې یې د بریتانیې د هڅو سره همکاري کړې ، د دیموکراسۍ، میرمنو د حقونو، بیان آزادۍ او د قانون د حاکمیت دفاع یې کړې او د میرمنو او نجونو په شان هغه کسان چې په شدیده توګه د خطر سره مخ دي او د اقلیتونو ډلې او کورنیو ته یې پدې پروګرام کې لومړیتوب ورکول کیږي.

د بریتانیې د کورنیو چارو د وزارت په اعلامیې کې راغلي هغه کسان چې ددې پروګرام د لارې بریتانیې ته راځي، هماغه شان جدي امنیتي څیړنې ترې کیږي چې د نورو برابرو شریطو له مخې دې هیواد ته مهاجرت کوي.

وزارت اعلان کړی و چې پدې هیواد کې د افغانانو د ځای پر ځای کیدو پروګرام د ۲۰۲۲ کال د جنوري په میاشت کې پیلیږي چې له مخې به یې ۲۰ زره افغانان په بریتانیا کې میشت شي.

XS
SM
MD
LG