د لاس رسي وړ اتصالات

ګویتریش: نړۍ د فوسیل سوند لپاره "وحشتناکه بیه" ورکوي 


ګویتریش د پاکستان د صدراعظم شریف سره په ګډ خبري کنفرانس کې
ګویتریش د پاکستان د صدراعظم شریف سره په ګډ خبري کنفرانس کې

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګویتریش د شنبې په ورځ سپتمبر ۱۰ (وږي ۱۹) د پاکستان هغو برخو ته د سفر پر مهال چې د اقلیم د بدلون له امله سیلابونو ځپلي وویل چې مخ پر ودې هیوادونه په فوسیل تیلو باندې د نړۍ د تکیه کولو لپاره "وحشتناکه بیه" ورکوي.

د فرانس پرس اژانس د رپوټ له مخې په پاکستان کې د وروستیو سیلابونو په نتیجه کې نږدې ۱۴۰۰ کسان مړه شوي او ددې هیواد دریمه برخه اوبو پوښلې ده. سیلابونو فصلونه له مینځه وړي او کورونه، سوداګرۍ، سړکونه او پلونه یې ویجاړ کړي دي.

ګوتیریش هیله لري چې پاکستان ته به د هغه سفر دې هیواد ته د مرستې جلبولو کچه لوړه کړي. د پاکستان حکومت د جمعې په ورځ ویلي وو چې د ناورین لنډمهاله لګښت له ۳۰ میلیارد ډالرو څخه ډیر دی.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیرش وویل چې پاکستان او نور مخ پر ودې هیوادونه د فوسیل تیلو [د لرغونې زمانې د حيواناتو او نباتاتو د پاته شونو تیل] د سترو اخراجونو په وجه خورا وحشتناکه بیه ادا کوي. هغه زیاته کړه چې: "له اسلام آباد څخه زه یو نړیوال درخواست کوم: لیونتوب پریږدئ. همدا اوس د نوې انرژۍ په برخه کې پانګونه وکړئ. له طبیعت سره جګړه پای ته ورسوئ."

پاکستان د خپل کلني موسمي بارانونو په ترڅ کې سږکال سخت وځپل شو، که څه هم چې دغه موسمي بارانونه د زراعت او د اوبو د زیرمو لپاره اړین دي. خو د سږکال په څیر شدید بارانونه په لسیزو کې بیساري دي.

په جنوبي سند او بلوچستان صوبو کې د سیلاب ځپلو سیمو له لیدلو دمخه، ښاغلي ګویتریش نن د شنبې په ورځ وویل چې مالي مرسته "د سخاوت خبره نه ده ، دا د انصاف خبره ده".

هغه زیاته کړه: "بشریت د طبیعت سره جنګ کوي، او طبیعت بیرته برید کوي ... مګر دا سند نه و چې د شنو خونو د ګازونو اخراج یې په ډراماتیک ډول د اقلیم بدلون ګړندی کړی دی."

ګویتریش د اقلیم بدلون ته د نړۍ په ځانګړې توګه د صنعتي هیوادونو په نه پاملرنې خواشیني څرګنده کړه.

پاکستان کې شاوخوا ۳۳ میلیونه خلک د سیلابونو له امله اغیزمن شوي، چې شاوخوا دوه میلیونه کورونه او د سوداګرۍ ځایونه یې ویجاړ کړي، ۷۰۰۰ کیلومتره سړکونه یې ویجاړ کړي او ۵۰۰ پلونه نړیدلي دي.

پاکستاني چارواکي وايي چې د ویجاړ شويو زیربناو په بیا رغولو او ترمیم به لږ تر لږه ۱۰ میلیارد ډالر ولګیږي؛ کوم چې د خورا پوړوي ملت لپاره ناشونې دي، خو د اوس لپاره لومړیتوب د میلیونونو بې کوره شویو خلکو لپاره خواړه او سرپناه ده.

XS
SM
MD
LG