د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: د روسیې - اوکراین د غلې د صادرولو موافقه به په څو اونیو کې پلې شي 


روسیې او اوکراین استازي په استانبول کې د غلو دانو د صادراتو د موافقې د لاس لیک پر وخت
روسیې او اوکراین استازي په استانبول کې د غلو دانو د صادراتو د موافقې د لاس لیک پر وخت

روسیې او اوکراین د جمعې په ورځ جولای ۲۲ (چنګاښ ۳۱) موافقه لاس لیک کړه چې د اوکراین د تورې بحیرې بندرونه د غلو دانو د صادراتو لپاره پرانستل شي.

دې موافقې دا هیلې راژوندۍ کړي چې پر اوکراین باندې د روسیې د یرغل په نتیجه کې د خوراکي توکیو رامنځته شوی نړیوال کړکیچ به راکم شي.

ترکیې او ملګرو ملتونو له شاوخوا دوو میاشتو راهېسې له اوکراین څخه د تورې بحیرې له لارې د غله جاتو او سرو (تخمونو) د صادراتو د بیا پیلولو د مذاکراتو کوربتوب کاوه.

د رویترز اژانس وایي، د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش په استانبول کې د موافقې د لاسلیک په مراسمو کې وویل دا موافقه د اوکراین د دریو عمده بندرونو – اودیسه، چرنومورسک او یوژني- څخه د سوداګریزو خوراکي توکیو د صادرولو لپاره لار پرانیزي.

ښاغلي ګوتریش زیاته کړه: «نن په تورې بحیرې د څارنې یو برج دی. د هیلو د څار برج...، نړۍ ته امکانات...او ارامتیا چې د بل هر وخت څخه ورته اړتیا لري.»

رویټرز د ترکیې د کرنې وزارت د مرستیال تاراس ویسوتسکي له خولې لیکلي ‌دي: «د اودېسه د بندرونو [اودیسه درې بندرونه لري] اکثر تاسیسات روغ پاتې دي،‌ بنآ د مناسبو امنیتي ضمانتونو په پایله کې به دا [بهیر] یوازې څو اوونۍ وخت ونیسي.»

اوکراین په نړۍ کې د غنمو، وږو (جوارو) او لمرگلي غوړیو لوی صادروونکی هېواد بلل کېږي، خو په اوکراین باندې د روسیې د یرغل او د بندرونو محاصره کولو سره له اوکراین څخه د دغو موادو صادرات بند شول. ملګري ملتونه وايي چې دې کار په نړۍ کې د خوراکي موادو په قیمتونو سخت اغیز کړی دی.

روسیه او اوکراین په کډه د نړۍ د غله جاتو ۳۰ سلنه تولیدوي. تر جګړې مخکې اوکراین هره میاشت ۴.۵ میلیون ټن محصولات لرل چې د نړۍ ۱۲ په سلو کې غنم هم په کې شامل وو.

روسیې د فبرورۍ په ۲۴مه په اوکراین باندې یرغل پيل کړ چې د نورو مسايلو تر څنګ،‌ ملګري‌ ملتونه وايي‌ چې څه باندې ۵۰۰۰ ولسي خلک یې له کبله وژل شوي‌ او په میلیونونو نور دننه په هیواد کې او همداشان نورو هیوادونو ته کډوال شوي دي.

امریکا او لویدیځ د روسیې یرغل غندلی دی او له اوکراین سره یې پوځي او بشري مرستې پيل کړي‌ دي.

XS
SM
MD
LG