د لاس رسي وړ اتصالات

د امنیت شورا استازي د غزې د سرحد لیدو ته تللي


د مصر د رفح سرحد
د مصر د رفح سرحد

له هغه وروسته چې متحدو ایالتونو د اسرائیل او حماس ترمنځ د اوربند په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه رد کړه، د دغې شورا یو شمېر استازي نن دوشنبه ډسمبر ۱۱ (لیندۍ۲۰) مصر ته رسېدلي چې له محاصره شوې غزې سره د مصر د رفح سرحد وویني.

مصر او متحدو عربو اماراتو دا یو ورځنی غیر رسمي سفر ترتیب کړی، چې د روسیې او بریتانیا په ګډون د یو شمېر هېوادونو استازي په کې دي. امریکا او فرانسې خپل استازي نه دي استولي. دا سفر داسې مهال کېږي، چې په غزې کې جګړه روانه ده او د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوتېرش غزه «هدیرې» ته ورته بللې ده.

د مصر د بهرنیو چارو وزارت یو مقام د امنیت شورا دغو استازو ته وویل چې«په غزې کې د فلسطینیانو په کړاو او درد باندې سترګې پټولو ته هېڅ توجیه» او پلمه نشته.

د امنیت په شورا کې د متحدو عربو اماراتو استازې لانا نسیبه وویل چې دغو استازي «د خپل ملي او شخصي ظرفیت» په اساس مصر ته سفر کړی دی. نوموړې وویل چې د دغه سفر هدف دا دی چې هغوی «هم د غزې د خلکو کړاو او ورانۍ او هم یې هیله او قوت» په خپلو سترګو وویني.

د فلسطین لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې مشر فیلیپ لازاریني غزې ته تر روانېدو مخکې د امنیت شورا استازو ته د ډاروونکي بشري وضعیت په اړه معلومات ورکړل. لازاریني له دغې غونډې وروسته وویل چې «ډېره نا امیدي ده اویو څه غوصه هم شته... چې حتی موږ په اوربند باندې نشو سلا کېدای». نوموړي وویل چې«د غزې په تړانګې کې د ملګرو ملتونو د ځایونو په ګډون، هېڅ رښتینی خوندي ځای» نشته.

د فلسطین لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې مشر دا هم وویل چې په غزې کې لوږه حاکمه ده او ډېر داسې خلک شته چې دوو دریو کې یې هېڅ هم نه دي خوړلي.

د امنیت شورا استازي به د مصر د رفح سرحد ته ځي، دا له غزې سره یوازینۍ لار ده. دوی به همدغه راز هغه روغتون ته هم ځي چې د فلسطینیانو درملنه په کې کېږي.

د حماس ډلې د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرائیل باندې بریدونه وکړل، اسرائیل وایي حماس په دغو بریدونو کې ۱۲۰۰ تنه وژلي دي او ۲۴۰ نور یې یرغمل کړل، چې بیا یې یو شمېر په اوربند کې تبادله شول. په غزې کې د حماس تر واک لاندې د روغتیا وزارت وايي چې د اسرائیل په بریدونو کې شاوخوا ۱۷۹۹۷ تنه وژل شوي چې اکثریت یې ښځې او ماشومان دي.

ملګري ملتونه اټکل کوي چې د غزې د ۲.۴ میلیون خلکو له ډلې څخه یې ۱،۹ میلیون یې بې ځایه شوي دي.

د دغه راپور معلومات د فرانس پرس له اژانس څخه اخیستل شوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG