د لاس رسي وړ اتصالات

جنوبي غزه کې د اسرائیل او حماس درنه جګړه نښتې


د اسرائیل توپخانې د غزې تړانګه تر برید لاندې نیولې.
د اسرائیل توپخانې د غزې تړانګه تر برید لاندې نیولې.

د سرائیل ځواکونو او د حماس وسله والو د دوشنبې په ورځ دسمبر ۱۱ (لیندۍ ۲۰) د غزې په جنوب کې د خان یونس ښار په شاوخوا کې درنه جګړه پیل کړې او شمال لور ته، د غزې په ښار کې هم د سختې جګړې راپور ورکړل شوی دی.

د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو د همغږۍ دفتر ويلي، په جګړه کې د سړکونو د نه خوندیتوب له کبله د مصر پولې ته څېرمه د رفح ښار پرته، په نوره غزه کې د مرستو وېش تر ډېره بند شوی دی.

جګړې په غزه کې د اټکل له مخې، ۱.۹ میلیون خلک له خپلو کورونو څخه بې ځایه کړي، چې زیاترو یې په جنوب کې له ګڼې ګوڼې په ډکو پنډغالو کې پناه اخیستې چې د خراب روغتیایی شرایطو او د ساري ناروغیو د زیاتوالي له ګواښ سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو د همغږۍ دفتر ویلي، په تېره یوه اوونۍ کې لسګونه زره کسان رفح ته رسېدلي دي. په ورته وخت کې اسرائیل د غزې په دوهم لوی ښار خان یونس کې د حماس د وسله والو پر ضد د خپلو عملیاتو د پراخولو خبر ورکړی دی.

متحده ایالتونو د یکشنبې په ورځ وویل چې د اسرائیل پوځ د ډیرو ملکي فلسطینیانو په ژغورنه کې پاتې راغلی دی.

د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د سي ان ان تلویزیون سره په مرکه کې وویل: "دا اړینه ده چې ملکي وګړي خوندي شي... هغه څه چې موږ یې نه وینو په جګړه کې موقتي وقفې دي ترڅو بشردوستانه مرستې ورسیږي."

بلینکن ټینګار کړی چې د پناه په لټه کې د ملکي وګړو د خوندیتوب دپاره لازمه ده داسې ځینې سیمې وټاکل شي چې اسرائیلي ځواکونه به ورباندې بریدونه نه کوي.

ټاکل شوې ده چې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبله د سه شنبې په ورځ په یوه بیړنۍ غونډه کې په غزه کې د سمدستي بشري اوربند غوښتنه وکړي.

په ملګرو ملتونو کې د فلسطین سفیر ریاض منصور اسوشیټیډ پرس ته وویل چې دا د امنیت شورا د هغه پریکړه لیک په څیر دی چې امریکا د جمعې په ورځ ویټو کړ.

د حماس وسله والو د اکتوبر د اوومې په یو ناڅاپي برید کې د سرائیلي مقاماتو په خبره، ۱۲۰۰ کسان ووژل او شاوخوا ۲۴۰ نور یې یرغمل کړل.

په ځواب کې اسرائیل په غزه کې عملیات پیل کړي او د حماس د له منځه وړلو ژمنه یې کړې ده.

د حماس د روغتیا وزارت وايي، په تېرو اوو اونیو کې د اسرائیل په هوايي او ځمکنیو بریدونو کې شاوخوا ۱۸ زره کسان وژل شوي چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

د روغتیا نړیوال سازمان عمومي رئیس ټیډروس اډهانوم قبریسوس د یکشنبې په ورځ په غزه کې روغتیایی وضعیت "ناورین" وباله او زیاته یې کړه چې هوارول به یې تقریبا ناممکن وي.

د روغتیا نړیوال سازمان ۳۴ کسیز بورډ د موافقې له مخې بیړنی حالت اعلان شوی ترڅو غزې ته طبي اسانتیاوې ورسیږي.

ټیډروس وویل: "زه باید تاسو ته روښانه کړم: په اوسنیو شرایطو کې دا کار تقریبا ناممکن دی."

خو د روغتیا نړیوال سازمان ددې سره سره، د همکارۍ په هدف د هیوادونو ترمنځ د اختلافاتو د لیرې کولو ستاینه وکړه، او ویې ویل چې دا لومړی ځل دی چې د غزې د جګړې د پیل راهیسې د ملګرو ملتونو کوم اقدام په غوڅ اکثریت تصویب شوی دی.

فلسطیني سیاستوال مصطفی برغوتي چې په غزه کې د روغتیایي مرستو د کمیټې مشري کوي، وویل: "د غزې نیمایي وګړي په لوږه کې ژوند کوي."

هغه وویل، دغزې اوسېدونکي د ګرمو جامو، کمپلو او سرپناه د نشتولي سره مخ دي، ۳۵۰ زره خلک ناروغ شوي چې لږ تر لږه ۱۱۵ زره یې شدید تنفسي انتانات لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG