د لاس رسي وړ اتصالات

ملګرو ملتونو د عمران خان ګوند د غړیو په ځورولو اندیښنه وښوده


د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې سه شنبه فبروري شپږ (سلواغې ۱۷) په پاکستان د عمومي انتخاباتو څخه وړاندې د مخکني صدراعظم عمران خان ګوند د غړیو په ځورولو اندیښنه څرګنده کړله.

د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د کمیشنرۍ ویاندې الیزابیت تروسیل په ژنیو کې په خبري کنفرانس کې وویل چې "ټول مشروع ګوندونه باید وکړی شي چې په عادلانه توګه سیالي کړي".

میرمن تروسیل همدارنګه د پاکستاني چارواکو څخه وغوښتل تر څو ډاډ ورکړی چې ټول خلک په ټولشموله او دیموکراتیک بهیر کې د ګډون حق ولري.

هغې په پاکستان کې د عمران خان ګوند د غړیو ځوریدو په هکله وویل، "مونږ د انتخاباتو په جریان کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشرانو او غړیو په ځوریدو، بندي کیدو او د زیاتې مودې لپاره توقیف کیدو له کبله نارامه یو".

ټاکل شوې چې په پاکستان کې د همدې راتلونکې پنجشنبې په ورځ فبروري اتمه پارلماني انتخابات وشي.

پدې تیرو څو میاشتو کې د پاکستان دولت په ټول هیواد کې د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند غړي او پلویان ځپلي دي.

سلګونه کار کوونکي او کاندیدان یې پرته لدې چې کوم تور پرې ولګوي نیولي او یوازې پدې شرط یې خوشې کړي چې یا په انتخاباتو کې د نه ګډون پریکړه وکړي او یا دا چې ګوند به پریږدي.

پداسې حال کې چې عمومي انتخاباتو ته د شمار ساعتونه پاتې دي د PTI چارواکو د پاکستان سیمه ایزو مطبوعاتو ته ویلي چې پولیس لا هم ددې ګوند په دفترونو او مشرانو او کار کوونکو په کورونو چاپې اچوي.

پخپله عمران خان چې ۷۱ کاله عمر لري، د دولتي محرمو معلوماتو افشا کولو، د واده قانون څخه سرغړاونې او نورو تورونو له کبله په ۱۴ کالونو بند تیرولو محکوم شوی او د دولتي مقام لرلو لپاره نا اهله بلل شوی.

خو د عمران خان مدافع وکیلانو دا تورونه رد کړي او شکایت کوي چې دا محاکمې سیاسي انګیزه لري او د تحریک انصاف ګوند پلویانو مورال کمزوري کولو لپاره پکې د بیړي څخه کار اخیستل شوی.

د ښاغلي خان حقوقي ټیم د پاکستان لوړو محکمو ته د دې پریکړو په خلاف د استیناف غوښتنه کړې.

د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د کمیشنرۍ ویاندې هم په خبري کنفرانس کې د پاکستان د لوړو محکمو څخه وغوښتل چې دا پریکړې په دقیقه توګه، د عادلانه محکمې او قانوني طی مراحلو او نړیوال بشري حقونو لپاره د پاکستان مسؤلیتونو سره سم، ارزیابي کړي.

د سیالیو څخه د عمران ایستل پدې معنی چې پخوانی صدراعظم نواز شریف چې درې دورې دورې یې مخکې هم د پاکستان صدراعظمي کړې، تر ټولو مخکښ کاندید دی چې د هیواد راتلونکی صدراعظم به شي.

د انتخاباتو څخه لا د مخه د ټګۍ برګۍ اندیښنې دي او ګمان دا دی چې د پوځي ادارو لاس وهنو له کبله به د نواز شریف مسلم لیګ-نواز ګوند د پارلمان ډیرې څوکۍ وګټي.

دا اندیښنې داسې مهال را برسیره کیږي چې د پاکستان سرپرست صدراعظم انورالحق کاکړ د سه شنبې په ورځ د انتخاباتو بهرنیو څارونکو یوې ډلې ته وویل چې حکومت یې په ټول هیواد کې په "سوله ایزه او بې ځنډه" توګه انتخاباتو کیدو لپاره تر ټولو غوره ترتیبات چې امکان لري، نیولي دي.

د کورنیو چارو سرپرست فدرالي وزیر ګوهر اعجاز هم په اسلام آباد کې خبریالانو ته وویل چې د امنیتي اندیښنو له کبله حکومت د هیواد په ځینو برخو کې پنجشبنه چې د انتخاباتو ورځ ده، د انټرنیټ خدمات په موقتي توګه بند کړي.

ښاغلي ګوهر وویل چې تر اوسه پدې هکله پریکړه نده شوې خو که د ولسوالۍ او ولایتونو چارواکي ترې غوښتنه وکړي، په ځینو سیمو کې به د ترهګرۍ د کچې په هکله ارزیابي وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG