د لاس رسي وړ اتصالات

د یوناما مشرې طالب چارواکو سره پر اقتصادي او بشري ناورین خبرې کړې


د بیان له مخې اغلې لاینز له لوړپوړو طالب چارواکو سره په دغه هیواد کې د بشري حقونو د اندیښنو په اړه هم خبرې کړي دي.
د بیان له مخې اغلې لاینز له لوړپوړو طالب چارواکو سره په دغه هیواد کې د بشري حقونو د اندیښنو په اړه هم خبرې کړي دي.

په افغانستان کې د ملګرو د سیاسي استازولۍ مشره دیبرا لاینز وايي، ټول بنسټونه باید په دغه هیواد کې د اقتصادي ماتې د مخنیوي هڅه وکړې.

یوناما نن یکشنبه اکتوبر ۲۴ ( لړم دوهمه) ویلي چې اغلې لاینز تیره ورځ د طالبانو د ریاست الوزرا د مرستیال عبدالسلام حنفي او د بهرنیو او مالیې وزارتونو له سرپرستانو سره په دغه هیواد کې د پراخېدونکي اقتصادي او بشري ناورین په اړه خبرې کړي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ مشرې ټينګار کړی چې ټول بنسټونه باید د اقتصادي ماتې د مخنیوي لپاره هڅه تر سره کړي.

د یوناما په اعلامیه کې په دې اړه راغلي: "په افغانستان کې به د ملګرو ملتونو سازمان د ژوند ژغورونکو مرستو رسولو ته دوام ورکوي خو د ملګرو ملتونو استازې ټینګار وکړ چې ټول بنسټونه باید د اقتصادي ماتې دمخنیوي لپاره هرممکن څه ترسره کړي."

د بیان له مخې اغلې لاینز له لوړپوړو طالب چارواکو سره په دغه هیواد کې د بشري حقونو د اندیښنو په اړه هم خبرې کړي دي.

ملګرو ملتونو ویلي چې په افغانستان کې د ټول شموله حکومتولۍ او دښځو او نارینه وو په ګډون د ټولو افغانانو د حقونو ساتنې ته اړتیا ده.

طالبانو هم په یوې اعلامیې کې ویلي چې د ملګرو ملتونو استازې په دغه لیدنه کې طالب مشرانو ته له افغانانو سره بشري مرستو او د اقتصادي او بانکي ستونزو د حل په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیرش هم د روانې اکتوبر میاشتې پر ۱۲مه ویلي و چې د افغانستان د اقتصاد ماتېدو مخه باید ونیول شي.

انتونیو ګوتیریش د اکتوبر پر ۱۱ د افغانستان په اړه وینا کې ویلي چې په افغانستان کې باید د اقتصادي کړکېچ مخه ونیول شي او له دغه هیواد سره د نغدو پیسو مرستې وشي.

ښاغلي ګوتیرش وویل د معلوماتو په اساس دغه ناورین د افغانستان پر نیمايي نفوس چې ۱۸ میلیونه کیږي اغیزمن کړی دی.

XS
SM
MD
LG