د لاس رسي وړ اتصالات

د جي۲۰ ډلې مشران: د افغانستان سره مرسته کوو


د نړۍ د ۲۰ سترو اقتصاد لرونکو هیوادونو مشرانو نن د اکتوبر په ۱۲ (تلې ۲۰) په یو لړ موضوعګانو باندې د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې د افغانستان د خلکو سره په سمدستي بشري مرستو هم بحث وکړ او د خپلواکه سازمانونو له لارې د افغانستان له خلکو سره په مستقیمه توګه د بشري مرستو په برابرولو یې ټینګار وکړ.

د ایټالیا صدراعظم ماریو دراګي پداسې حال کې ددغه مجازي غونډې کوربتوب وکړ چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمن کیدو وروسته د بشري ناورین د رامنځته کیدو په اړه اندیښنې د زیاتیدو په حال کې دي.

په افغانستان باندې د اګست د میاشتې په ۱۵ د طالبانو د بیا واکمن کیدو وروسته دغه هیواد لا دمخه د جګړو، وچکالیو او سخت فقر په وجه تر فشار لاندې و، خو اقتصاد یې سقوط نه و کړی.

د امریکا، بریتانیا، کانادا، هند، سعودي عربستان، د اروپایي اتحادیې هیوادونو او لایتنې امریکا په ګډون د جي۲۰ یا د ۲۰ سترو اقتصاد لرونکو هیوادونو مشرانو د ترهګرۍ په ضد مبارزې، پدې هیواد کې د تګ راتګ او د سرحدونو په ازادۍ بحث وکړ.

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین او د چین ولسمشر شي جینپنګ پدې غونډه کې ګډون نه و کړی.

د ایټالیا صدراعظم زیاته کړه چې د جي۲۰ هیوادونو ډله باید د طالبالنو له حکومت سره تماسونو ته دوام ورکړي، خو دا به د طالبانو د حکومت د په رسمیت پیژندلو په معنی نه وي.

هغه وویل د طالبانو سره د تعامل پرته د افغانستان خلکو ته د مرستو رسول ستونزمن کیږي.

هغه ددغې غونډې وروسته په یو خبري کنفرانس کې وویل چې ددې غونډې ګډون کوونکو موافقه وکړه چې په افغانستان کې د بشري ناورین او ۍښځو د حقونو ساتنې ته باید رسیدګي وشي.

دا پداسې حال کې دي چې اروپایي اتحادیې نن د افغانستان سره د یو میلیارد یورو مرستې اعلان وکړ او وویل چې دا د ثبات او انتیت په برخه کې پانګونه ده. اروپایي ټولنه د افغانستان او د هغه له ګاونډیانو سره یو میلیارد یورو مرسته کوي.

د اروپایي کمیسیون رئیسې اورسلا فون درلاین، په یو ټویټز کې لیکلي ددې غونډې په ترڅ کې به دغه مرسته اعلان کړي او هیله یې څرګنده کړه چې نور هیوادونه هم پدې پانګه ورزیاته کړي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوتېرش د افغانستان د روانو ستونزو د حل په برخه کې د ملګرو متلونو په رول خبرې وکړې. هغه وویل چې نړیوال هېوادونه نغواړي له طالبانو سره مستقیم روابط ولري.

نوموړي تېره ورځ دا خبره کړې وه چې په افغانستان کې روان بشري بحران د دغه هېواد ۱۸ میلیون خلک اغیزمن کړي او دا په داسې حال کې دی چې ژمی هم را روان دی.

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن باید په دغې غونډې کې د افغانستان په وضعیت او په خاص ډول د داعش-خراسان په اړه بحث وکړ.

سپینې ماڼۍ په یوې اعلامیې کې ویلي چې د جي-۲۰ هېوادونو مشرانو ژمنه وکړه چې د افغانانو او په خاص ډول د نجونو او ښځو د بشري حقونو په اړه کار کوي.

اعلامیه وايي چې امریکا به له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د وضعیت او د افغانانو د ملاتړ لپاره د دپلوماتیکو، بشري‌ او اقتصادي اقداماتو له لارې کار کوي.

د هند صدراعظم نریندرا مودي بیا په خپلو خبرو کې د ترهګرۍ په ضد په مبارزې ټېنګار وکړ او وویل چې افغانستان نباید بیا د ترهګرو په ځالې بدل شي.

ښاغلي مودي وویل چې په افغانستان کې د تېرو شل کلنو لاس ته راوړنو او د افراطي افکارو د مخنیوي لپاره باید یو همه شمول حکومت جوړ شي چې ښځې او اقلیتونه په کې شامل وي.

د جرمني صدراعظمې انګلا مېرکل بیا وویل چې هېواد یې لا د طالبانو رسمي پېژندلو لپاره چمتو نه دی ځکه چې د هغې په خبره طالبانو د همه شمولتوب ژمنې عملي کړي نه دي. نوموړې له افغانستان سره د ۶۰۰ میلیون یورو بشري مرستو باندې بیا ټېنګار وکړ.

مېرمن مېرکل وویل چې باید نړیوالو سازمانونو ته اجازه ورکړل شي چې په افغانستان کې بشري مرستې ورسوي.

د جي-۲۰ هېوادونو غونډې ته د پاکستان او ایران ولسمشران بلل شوي نه وو.

د دغې ډلې مشرانو له طالبانو غوښتي دي چې د هغو تندلارو ډلو چې په افغانستان کې فعالیت لري،‌ مخه ونیسي.

XS
SM
MD
LG