د لاس رسي وړ اتصالات

پوهان هڅه کوي د کروناویروس ضد درمل او واکسین تولید کړي


د روغتیا نړیوال سازمان د سه شنبې په ورځ فبرورۍ ١١ (سلواغې ٢٢) یو شمیر متخصصین راټول کړي چې د کروناویروس لپاره د درملو او واکسین موادو د تولید او د لابراتوري ازمایلو پروسه یې گړندۍ کړي.

د اسوشتیدپرس خبري اژانس رپوټ ورکړی چې د روغتیا نړیوال سازمان هڅه کوي چې ژر تر ژره د درملو او واکسین په جوړولو سره ددغه ویروس د پراخیدو مخنیوی وکړي. دغه ویروس له چین نه سرچینه اخیستې او تر اوسه د نړۍ ٢۴ هیوادونو ته پراخ شوی دی.

د کروناویروس د تیر میلادي کال په پای کې د چین په ووهان ایالت کې رامنځ ته شو او تر اوسه ددغه ویروس لپاره کوم مشخص درمل او واکسین نشته. د څو لابراتورونو له لورې تشخیصي ازمایشونه جوړ شوي، خو لابراتوري ازمایشي مواد چې په چټکه پدې ویروس باندې اخته کیدل تشخیص کړي تر اوسه ندي موندل شوي.

د روغتیا د نړیوال سازمان رئیس تدروس ادانوم گیبریسوس، وویل: "باور نه کیږي هغه ویروس چې تر دوو تیرو میاشتو پورې په اړه یې هیڅ نه پوهیدو، اوس د رسنیو، سوداگریزو بازارونو او حتی سیاستوالو پام ځانته رااړولی دی."

ښاغلي گیبریسوس زیاته کړه چې لا هم د کروناویروس په اړه زیاتې حیاتي او بې ځوابه پوښتنې شته. هغه وویل: "ددې ویروس په وړاندې د مقابلې لپاره باید پوه شو چې د کوم حیوان څخه (انسان ته) سرایت کړی، او په دقیقه توگه څنگه د انسانانو ترمنځ پراخیږي او څنگه کولای شو پدغه مرض باندې اخته کسانو درملنه وکړو."

دغه دوه ورځنۍ غونډه د چهارشنبې په ورځ پای ته رسیږي. متخصصین وایي ښایي میاشتې او حتی کلونه وخت ونیسي چې د کروناویروس لپاره تائید شوي درمل او واکسین وموندل شي.

شمیرې ښیي چې تر اوسه شاوخوا ۴۲۰۰۰ تنه په کروناویروس اخته شوي دي او ١٠٠٧ تنه یې وژلي دي. شاوخوا ٩٩ پیښې په چین کې دي، خو په ٢۴ نورو هیوادونو کې هم ٣٩٣ پیښې رپوټ شوي دي چې تر اوسه یواځې یو تن یې په فلیپین کې پدغه ویروس مړ شوی دی.

پدې ترڅ کې د چین په مرکزي ساحو کې شاوخوا ٦٠ میلیونه خلک د دولت په امر د ویروس د خپریدو د مخنیوي په خاطر قرنطین شوي دي.

XS
SM
MD
LG