د لاس رسي وړ اتصالات

ایران د کروناویروس له ویري چین نه خپل محصلین وایستل


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

ایران د کروناویروس له ویري د چین له ووهان ښار څخه خپل محصلین او یو شمېر نور مېشت ایراني وګړي وایستل.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سید عباس موسوي تېره شپه «فبروري ۱۶»پر خپل ټوېټر لیکلي چې یادو کسانو روغ رمټ له ووهان څخه د هیواد پر لوري پرواز وکړ.

دغه ۵۶ تنه ایراني وګړي په چارټر الوتکه کې له چین څخه ایران ته انتقال شوي دي.

د ایران (ایرنا) خبري اژانس هم د دغه هیواد د چارواکو په وینا ویلي چې یاد محصلین نن د چهارشنبې په سهار خپل هیواد ته په ځانګړې الوتکه کې را رسېدلي دي.

ایرانا اژانس بیا د یادو محصلینو شمېر (۷۰) ښودلی دی.

ایراني چارواکو دغه هیواد ته د ستنو شویو محصلینو د روغتیا په اړه ډاډ ورکړی دی.

د چین ووهان ښار چې د لومړي ځل لپاره د کروناویروس پکې پیدا شو، د چیني چارواکو په وینا تر دا مهاله ددې ویروس له کبله ۴۹۰ چینايي وګړي وژل شوي دي.

د ایران سربیره یو شمېر نورو هیوادونو هم خپل خپل وګړي له دغه ویروس څخه د خوندیتوب په هدف له چین څخه ایستلي دي.

په ووهان ښار کې ۴۱ افغان محصلین هم پاتې دي چې د افغان چارواکو په وینا هلته د بېړني حالت تر پای ته رسېدو وروسته به را وایستل شي.

د افغانستان د روغتیا وزیر ډاکټر فیروز الدین فیروز روانه اونۍ وویل چې د یادو محصلینو په ایستلو کې باید بېړه ونه شي.

په کابل کې د چین سفیر د تېرې یکشنبې په ورځ وویل چې په ووهان ښار کې افغان محصلین روغ رمټ او خوندي دي.

هغه وویل چې چین د یادو محصلینو روغتیا ته پوره پاملرنه کوي.

XS
SM
MD
LG