د لاس رسي وړ اتصالات

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د فراه برید په کلکو الفاظو غندلی دی


د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د فراه برید «په سختو ټکو» کې غندلی دی او غوښتنه یې کړې ده چې د دغې پيښې عاملین دي محکمې ته راکش کړل سي. د امنیت شورا یو ځل بیا تکرار کړې ده چې دغه شورا ،،د طالبانو، القاعدې او غیرقانوني وسله والو ډلو لخوا ولسونو، د افغانستان امنیتي ځواکونو او نړیوال پوځي او مرستندویه هڅو ته د ګواښونو په اړه جدي اندیښنه لري.،،

ملګرو ملتونو د فراه برید غندلی دی او ویلي یې دي چې په دغه برید کې د فراه د ولایت په ((محکمې او نورو دولتي دفاترو کې ملکیان قصداْ په نښه شوي وو.)) ملګري ملتونه وايي په دغه برید کې دوه قاضیان، شپږ څارنوالان، دولتي مامورین او نور کارکوونکي هم وژل شوي دي.

په دغه برید کې چې د چارشنبې په ورځ وشو د امنیتي ځواکونو په ګډون ۴۶ کسان ووژل شول. په دې سربیره، په دغه برید کې ۹ تنه بریدکوونکي هم وژل شوي دي.

بل پلو ته نن د لغمان د ولایت د الینګار په ولسوالۍ کې په یوه برید کې یو پولیس وژل شوی دی او درې تنه ملکيان ټپیان شوي دي.
XS
SM
MD
LG