د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: افغانستان کې ازادې  رسنې تر برید لاندې دي


د ملګرو ملتونو ځینو لوړ پوړو چارواکو په افغانستان کې ازادو رسنیو او افغان خبریالانو ته ورپیښو ګواښونو باندې ژوره اندیښنه ښودلې او ویلي دي په دغه هیواد کې ازادې رسنې تر برید لاندې دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازې مرستیالې مټه نوډسن د شنبې په ورځ اپریل ۳۰ ( غوايي لسمه) د رسنیو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت کابل کې یوې غونډې ته په وینا کې وویل چې ازادې رسنې تر برید لاندې دي.

میرمن نوډسن وویل " خبرې رسنې بندې شوي، خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړي، لسګونه خبریالان له هیواد وتلي، مګر ډیر شمیر پاتې یې د نامعلوم راتلوونکي سره مخ دي. هغوی چې لا هم په پوره ژمنتیا او کلکې ارادې سره کار کوي، په پرله پسې ډول تر ویرې او ډار لاندې ژوند کوي".

د مۍ میاشتې درییمه په نړۍ کې د رسنیو د ازادۍ د ورځې په توګه لمانځل کیږي.

د کوچني اختر د رخصتیو له امله افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر " یوناما" او د ملګرو ملتونو د علمي، تعلیمي او فرهنګي ادارې " یونسکو" دا ورځ نن د یو شمیر افغان خبریالانو سره یوځای ولمانځله.

میرمن نوډسن وویل چې د خپلسر نیونو او غیر انساني چلند راپورونه ویرونکي دي او تر ټولو دروند بار د ښځینه خبریالانو په اوږو دی.

میرمن نوډسن زیاته کړه " مخالف نظرونه په دوام دار ډول غلي کیږي. په دې وروستیو کې سرپرسته چارواکو افغان رسنیو ته لارښونه وکړه چې څلور تلویزیونونه د نړیوالو رسنیو خپرونې وځنډوي.

په کابل کې د وروستیو بریدونو په پایله کې دوی د پیښو له ځای او روغتونونو څخه د خبریالانو د راپور ورکولو مخه ونیوله چې دا یې ستونزمنه کړه چې معلومه شي چې په واقعي توګه څه پیښ شوي دي او د بریدونو د زیان کچه څومره ده".

د " یوناما" مرستیالې د بې پولې راپور ورکوونکو او د افغانستان د خپلواکو ژورنالستانو د ټولنې وروستۍ سروې ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې د افغانستان د شاوخوا ۵۵۰ رسنیو څخه ۴۳ فیصده یې تړل شوي دي.همدې غونډې ته په افغانستان کې د بشري وضعیت د ارزونې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورورکوونکي ریچارډ بنت په یو ویډیوي پیغام کې خپل او د ملګرو ملتونو د نظر او بیان د ازادۍ د حق د ترویج او ساتنې په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړې راپورترې ارین خان نظر د ګډونوالو سره شریک کړ.

په افغانستان کې د بشري وضعیت د ارزونې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورورکوونکي وویل چې په سلګونو رسنیو، تلویزیونونو، راډیوګانو او چاپي رسنیو فعالیت کوه چې د ۱۵۰۰ ښځینه خبریالانو په ګډون په کې په زرګونو خبریالانو کار کوه.

رسنیو د عامه بحثونو لپاره د فضا په رامنځ ته کولو کې مهم رول لره.

ریچارډ بنت وویل: "په خواشینې سره دغه فضا تنګه شوې ده او د رسنیو ازادي په دوامدار ډول تربرید لاندې ده. په لسګونو خبریالان زنداني شوي، فزیکي بریدونه پرې شوي دي، ډارول شوي او ناسم چلند ورسره شوی دی او په ځینو مواردو کې وژل شوي او تري تم شوي دي".

په افغانستان کې د بشري وضعیت د ارزونې لپاره د ملګروملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي وویل چې په وروستیو کې پر رسنیو باندې نوي محدودیتونه وضع شوي او معلوماتو ته لاس رسی د ننګونو سره مخ شوی دی.

ریچارډ بنت هم وویل چې د تیر ۲۰۲۱ میلادي کال د اکتوبر د ۱۵ مې وروسته افغانستان کې ۴۰ فیصده رسنۍ ټړل شوي او ۸۰ فیصده ښځینه خبریالانو خپل کارونه له لاسه ورکړي دي.

د ملګرو ملتونو د علمي، تعلیمي او فرهنګي ادارې یونیسکو استازي هم د ازادو رسنیو پر اهمیت خبرې وکړې او د افغانستان د خبریالانو او رسنیو څخه یې ملاتړ څرګند کړ.

دې غونډې ته د افغان خبریالانو په استازیتوب د طلوع نیوز مدیر خپلواک ساپي خبرې وکړې او د طالبانو له حکومت او نړیوالې ټولنې څخه یې د افغان خبریالانو غوښتني مطرح کړي.

ښاغلي ساپي د طالبانو څخه د رسنیو د سرغړونو د ارزونې د کمیسیون د بیرته فعالیدو غوښتنه وکړه او هم یې د نړیوالې ټولنې څخه دننه افغانستان کې د شتو خبریالانو سره د اړیکو د ټینګولو او د هغوی خبرو ته د غوږ ایښودلو غوښتنې وکړې.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوند د کوچني اختر په مناسبت د بیان د ازادۍ په اړه په خپل پیغام کې ویلي چې دوی د بیان ازادۍ ته هم د ملي ګټو او اسلامي ارزښتونو په رڼا کې ژمن دي او د "سالمو او مثبتو" نشراتو حمایت کوي.

"زموږ ټول نشراتي ارګانونه هغه که امارتي دي او که آزاد، باید د خپل ولس ګټې په نظر کې ولري او د خپلو اسلامي معتقداتو او مشروع رواجونو په نظر کې نیولو سره مثبت او رغنده نشرات وکړي".

XS
SM
MD
LG